پولیس چارواکي عمر سعید ملک د ډېسېمبر پر دریمه خبریالانو ته وویل چې وژل شوی تن پریانتکا کمارا د سري لنکا اوسېدونکی و چې د راجکو په نوم د جامو په یوه کمپنۍ کې یې کار کاوه.
د سعودي د ملکي هوايي چلند ادارې او د پاکستان سرکاري راډیو پر خپلو ویبپاڼو د دې خبر په پخلي کولو سره لیکلي چې د اندونیشیا، برازیل، ویتنام، مصر، هند او پاکستان څخه اوس سعودي عرب ته مستقیمې الوتنې ترسره کېدای شي.
یو امنیتي چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د ډسېمبر پر لومړۍ نېټه ماښام د دته خېلو په کمه لګاډ سیمه کې امنیتي ځواکونه د لټون په عملیاتو بوخت ول چې له وسله والو سره مخامخ شول او د ډزو په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول.
انتوني بلېنکن دا خبره د ډسېمبر پر لومړۍ نېټه د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته کړې ده.
د کراچۍ د وکیلانو ټولنې د نوموړي د وژنې پرضد د احتجاج په توګه نن (د ډسېمبر پر لومړۍ نېټه) کاربندیز اعلان کړی دی او له حکومته یې غوښتي دي چې په برید کې دې ککړ کسان ونیسي.
نور وښیئ