د روس عدلیې وزارت په یو خپور کړې بیان کې د ازادې اروپا راډیو، امریکا غږ او ورسره تړلې نورې رسنۍ د بهرینو ادارو په توګه نومولي دي.
د یاغیانو تر کنټرول لاندې یمن کې د کورنیو چارو وزیر وايي چې پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح ووژل شو. نوموړی وړاندې د حوثي یاغي ملېشې اتحادي وو چې وروسته یې دښمن شو.
د سي ای ای مشر د ايراني پوځ مشر ته د لیک استولو نېټه و نه ښوده خو ويې ويل، پر ايرانيانو يې واضح کړې چې که په عراق کې امريکايي اهداف په نښه شول، ټوله ذمه واري به يې د ايرانيو ځواکونو په غاړه وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف پر امریکا تور پورې کړی دی چې شمالي کوریا پاروي چې د اټومي توغندیو پروګرام پراخ کړي.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو امریکايي کومندان جنرال جان نیکولسن وايي، دوی باور لري چې د افغان طالبانو لوړ پوړي مشران اوس هم په پاکستان کې مېشت دي.
د ملګرو ملتونو په سپانسر (ملاتړ) د شام د شپږ کلنې کورنۍ جګړې د سیاسي حل د لټولو لپاره د خبرو اترو اتم پړاو نن سېشنبه په جینیوا کې ترسره کېږي.
د سعودي عربستان ځایناستي ګواښ کړی تر هغو به په ترهګرو پسې وي چې بېخ یې نه وي اېستلی.
دولتي مطبوعاتو ویلي چې حمله د سینا له مرکز العریشه په څلوېښت کیلومټره واټن کې په پرته سیمه بیېرالعبد کې پریوه جومات وشوه.
نیورت په خپل بیان کې ویلي دي، ”پاکستان حکومت باید دا باوري کړي چې حافظ سعید ونیسي او هغه په جنایتونو تورن کړي.“
د لبنان وزیراعظم سعد حریري بیروت ته په رسیدو خپلو ملاتړو ته د وینا په وخت اعلان کړی دی چې د اوس لپاره خپله استعفا بیرته اخلي.
روسیه، ایران او ترکیه په شام کې د شپږ کلنۍ کورنۍ جګړې پای ته د رسولو لپاره د شامي حکومت او مخالفو ډلو تر منځ د یو کانګرس په جوړولو رضا شوي دي.
راتکو ملادیچ په ۱۹۹۰ میلادي کال کې چې په پخوانۍ یوګوسلاویا کې کورنۍ جګړه پیل شوه، د هغه د دښمنانو له لوري د "بوسنیا قصاب" بلل کېده.
نور وښیئ