نن (ډېسېمبر دويمه) د پښتنو د يو وتلي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي ۴۹م تلين دی. نوموړي د پاکستان له جوړېدو مخکې او بيا وروسته د پښتنو په ملي او سياسي مبارزه کې ځانګړی رول لوبولی و. هغه په بېلا بېلو وختونو کې د سرکار لخوا شاوخوا ۳۰ کاله په زندان کې هم تير کړي ول او خپلې زياتره زده کړې يې هم هلته کړې وې.