د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو فعالیتونو د خلکو پر ژوند څه اغېز کړی؟


په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو فعالیتونو د خلکو پر ژوند څه اغېز کړی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:17 0:00

د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو ضلعو اوسېدونکي وايي چې هلته د وسلوالو طالبانو فعالیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي. په اسلام اباد کې د سولې مطالعاتو مرکز په خپل تازه رپورټ کې ویلي دي چې یوازې په اګست کې په پاکستان کې ۵۹ حملې شوې وې چې ورڅخه یې تر ټولو زیات ۲۹ بریدونه د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې شوي چې لسګونه کسانو ته یې مرګژوبله اړولې. د پاکستان حکومت د وسلوالو پرضد د عزم استحکام په نوم عملیات اعلان کړي چې د خیبر پښتونخوا زیاتره ګوندونو او د ناامنه سیمو اوسېدونکو یې مخالفت کړی دی. د پاکستان پوځ په تېرو دوو لسیزو کې د قبایلو په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې عملیات کړي دي. پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم تر عملیاتو وروسته د وسلوالو د مرکزونو ختمولو دعوه کړې وه. خو وسلوال په تېرو څو کلونو کې هغو ځایونو ته ستانه شوي چې پخوا یې تر کنټرول لاندې ول. پوښتنه دا ده چې وسلوال اوس د خیبر پښتونخوا په کومو برخو کې ځواکمن شوي او د خلکو پر ژوند یې څه اغېز کړی دی؟ ځواب یې په دې رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG