د افغانستان د نیمروز ولایت په سرحدي سیمه کې د طالبانو د حکومت او ایرانیو ځواکونو ترمینځ نښته شوې ده. د مشال راډیو ایرانۍ څانګې د هغه هېواد چارواکو په حواله ویلي دي چې نښته د مې پر ۲۷مه شوې چې پکې یو ایرانی او یو طالب سرتېری وژل شوي دي. د نیمروز اوسېدونکو مشال راډیو ته دا ویډیو استولې ده.