مولانا فضل الرحمان په ملک کې د فبرورۍ پر اتمه ترسره شوې عام ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او په ټول هیواد کې یې د عوامي اسمبلۍ په نوم د تحریک چلولو اعلان وکړ. نوموړي د اپرېل پر ۲۰مه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د خپل ګوند جمعیت علما اسلام جلسې ته وینا وکړه.