د خیبر پښتونخوا کواټ ضلعې د افغان کډوالو په کیمپ کې یو مدني فعال الله میر میاخېل په خپل کور کې هغو نجونو ته تعلیم ورکوي چې ښوونځیو ته نه ځي. میاخېل وایي، غواړي چې د هلکانو ترڅنګ نجونه هم د زده کړو مساوي حقونه ولري. د ده په خبره، له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې نجونو ته تر درېیم ټولګي پورې بنیادي تعلیم ورکوي