په افغانستان کې د طالبانو په واک کې تر راتلو وروسته په زیاتره ادارو کې ښځې له کاره منع کړل شوې، چې له وجې یې د کورنیو اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي. خو یو شمېر داسې افغان مېرمنې هم شته چې اوس یې کاروبارونه پیل کړي دي او نورو ښځو ته د کار موقعې ورکوي ترڅنګ د خپلو کورنیو مالي مرستې کوي