بېګم نسيم ولي خان په ۱۹۷۰ز لسيزه کې په داسې وخت کې عملي سياست پیل کړی وو چې پاکستان د خپل تاريخ تر ډېر مهم پړاو تېرېده او د حکومت سره د اپوزيشن اختلاف اوج ته رسېدلي وو.
دا اول وار وو چې په پاکستان کې يو حکومت په اپوزيشن ګوند نیشنل عوامي پارټۍ (نیپ) بنديز ولګاوه او د اپوزيشن یوه مشر خان عبدالولي خان په ګډون شاوخوا ۵۸ مهم مشرانو باندې یې د غدارۍ مقدمه جوړه کړه او هغوی یې په حیدراباد زندان کې بندیان کړل.
د پاکستان وزيراعظم ذوالفقار علي بوټو په ۱۹۷۵ز کال کې په پېښور کې په شوې بمي چاودنه کې د پيپلز پارټۍ يو مشر حيات شيرپاو د وژنې په تور پر نیپ بندیز ولګاوه چې تر هغې وروسته د ګوند سلګونه مشران او غړي ګرفتار شول او ګڼ نور یې افغانستان ته ولاړل. په دوی کې یې ځینې چې وار له مخه په افغانستان کې ول، هم هلته پاتې شول او په پاکستان کې د نیپ ګڼ نور مشران او غړي د ګرفتارۍ د ګواښ له وجې غلي شول.
په دغسې حالاتو کې د باچاخان نږور، د عبدالولي خان مېرمن او د اسفندیار ولي خان میره نسيم ولي خان ناڅاپه او په تصادفي توګه د سياست ډګر ته داخله شوه. پر نیپ تر بنديز وروسته د ۱۹۷۵ز کال په پای کې د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي سردار شېرباز مزاري د نیشنل ډيموکرېټک پارټۍ جوړولو اعلان وکړ چې بېګم نسيم ولي هم ورسره ملګرې شوه.
پښتون سياستوال اورنګزېب کاسی په هغو ورځو کې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن (د پښتنو د زده کوونکو سازمان) د بلوچستان صوبې جنرل سېکرېټري وو. نوموړي د مې پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې ده او ځينو نورو ملګرو ته وويل شو چې کراچۍ ته ورشي چې هلته له بېګم نسيم او سردار شېربازار مزاري سره په غونډه کې ګډون وکړي.
د هغې د فيصلې قوت زورور وو او سمدستې به يې پرېکړه کوله.فرید طوفان
دا لومړۍ ځل وو چې اورنګزېب کاسي د ۱۹۷۵ز کال سېپټېمبر مياشت کې بېګم نسيم ولي د کراچۍ په ډيفېنس سيمه کې د سردار شېر باز مزاري په کور کې وليدله. "هغې پښتني جامې اغوستې وې، خبریالان هم ناست ول او هغوی له دې څخه پوښتنې پیل کړې چې دې ورته په انګرېزۍ ژبه کې په دومره پراعتماده انداز کې ځوابونه ورکړل چې موږ او شېرباز مزاري يې ډېر متاثره کړو."
له دې سره هغه نسيم بي بي چې په کور دننه يې له خپل خدای خدمتګار پلار امير محمد خان هوتي، خسر باچاخان او مېړه ولي خان څخه سياست زده کړی وو، د ذوالفقار علي بوټو د حکومت ضد سياست ته ورووتله. دغه مهال له هغې سره د هر ډول پېښې خطر موجود وو، خو پر دې سربېره هغې سیاست پیل کړ او بیا وروسته د څه وخت لپاره زنداني هم شوه.
سیاسي هلې ځلې
شېر باز مزاري او بېګم نسيم ولي نوی ګوند نیشنل ډېموکرېټک پارټۍ دومره فعاله کړ چې ورسره پر نیپ تر بندیز وروسته چې پر کارکنانو د وېرې کومه خپسۍ (خپسه) ناسته وه، هغه پورته شوه. د بېګم نسيم ولي خان پوره هڅه دا وه چې حکومت مجبوره کړي چې حیدراباد سازش مقدمه ختمه کړي او ټول نيولي مشران او کارکنان خلاص کړي.
دا مبارزه لا روانه وه چې په ۱۹۷۷ز کال ذوالفقار علي بوټو ټولټاکنې وکړې چې پکې بېګم نسيم ولي خان د چارسدې او صوابۍ څوکۍ وګټلې او لومړۍ ښځه شوه چې پر عمومي څوکۍ د اسمبلۍ غړې وټاکل شوه.
خو اپوزيشن ګوندونو د بوټو پر حکومت په انتخاباتو کې د پراخو درغليو تورونه ولګول او د پاکستان قومي محاذ په نوم د نهو ګوندونو اتحاد جوړ کړ چې نیشنل ډېموکرېټک پارټۍ یې هم برخه شوه.
د سياسي چارو پوهان وايي، بېګم نسيم ولي د اپوزيشن په تحریک کې ډېر مهم رول لوبولی وو. د بوټو او اپوزیشن ترمنځ مذاکرات وشول چې پکې د نورو خبرو ترڅنګ د نیشنل ډېموکرېټک پارټۍ هغه غوښتنه هم شامله وه چې حیدراباد ټرېبیونل (جرګګۍ) دې ختم شي او ولي خان او نور کسان دې خوشې شي.
د پارټۍ ډېر نامتو کسان به ناست ول خو چې هغو به د نظم وضبط خلاف ورزي وکړه نو دې به ورسره سخت برخورد کاوهاعجاز یوسفزی
اورنګزېب کاسی وايي دی په اسلام اباد کې په هغه غونډه کې وو چې د اپوزیشن اتحاد يو مهم مشر مولانا مفتي محمود پکې خبرې وکړې. "مولانا مفتي محمود شېر باز مزاري او بېګم نسيم ته وويل چې زه نن سهار بوټو صيب ورغوښتی وم او راته يې وويل چې که تاسو د حیدراباد ټرېبيونل دغه نکته له خپلو غوښتنو ليرې کړی نو زه به نورې ټولې خبرې ومنم. د دې په ځواب کې بېګم نسيم مفتي صيب ته وويل چې که تاسو دې ته رضا شوئ نو موږ به بیا له اتحاده ووځو. نو تر دې وروسته اپوزیشن مشرانو وويل چې نه دا غوښتنه به پکې وي."
وروسته په ۱۹۷۷ز کال کې جنرال ضیا الحق مارشل لا ولګوله او حیدراباد ټرېبيونل يې ختم کړ چې په نتيجه کې يې ولي خان او نور مشران خوشې شول خو بېګم نسیم ولي د کور څلور دېوالونو ته ستنه نشوه او سیاست ته يې دوام ورکړ.
هغې د ضیا الحق د پوځي واکمنۍ خلاف مبارزه وکړه او جېل ته ولاړه او بیا چې کله په هېواد کې جمهوريت بحال شو نو درې واره پرله پسې په ټاکنو کې د خير پښتونخوا د اسمبلۍ غړې شوه. سياستوال فريد طوفان چې له بېګم نسيم ولي خان سره ډېر نېږدې پاته شوی وايي، "د هغې د فيصلې قوت زورور وو او سمدستې به يې پرېکړه کوله."
فولادي ښځه
فريد طوفان هغه ملاقات یادوي چې ده، اعظم هوتي او بېګم نسيم ولي د عوامي نیشنل پارټۍ په استازيتوب د پاکستان له پخواني وزيراعظم نواز شريف سره کړی وو. دا ليدنه دوی د ۱۹۹۷ز کال تر انتخاباتو وروسته په خيبرپښتونخوا کې د حکومت جوړېدو لپاره کوله. په هغو ټاکنو کې عوامي نیشنل پارټۍ ۲۳ او مسلم ليګ نواز ۱۵ څوکۍ ګټلې وې نو له سياسي اصولو سره سم، د وزيراعلا څوکۍ د عوامي نیشنل پارټۍ حق وو.
بېګم نسیم ولي خان نوازشريف ته وويل: زه د وزیراعلا چوکۍ نه غواړمفرید طوفان
خو فريد طوفان وايی چې تر رسمي خبرو پېلېدو مخکې نواز شريف بېګم نسيم ته مبارکي ورکړه. د ده په خبره، "نواز شريف وويل چې زما مخې ته [بېګم نسیم ولي] چې ناسته ده، دا وزیراعلا ناسته ده. هغې ځواب ورکړ چې زه د وزيراعلا څوکۍ نه کوم، د خپل ګوند بل څوک پېدا کړه خو بس چې پښتون وي."
بېګم نسيم ولي خان په ګوند کې د ایرن لېډي (فولادي ښځې) په توګه مشهوره وه ځکه چې هغه په مزاج ډېره تنده وه. د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي مجلس عامله غړی انجینر اعجاز یوسفزی وايي چې دا په تنظيمي نظم و ضبط کې ډېره سخته وه. "د پارټۍ ډېر نامتو کسان به ناست ول خو چې هغوی به د نظم وضبط خلاف ورزي وکړه نو دې به ورسره سخت برخورد کاوه ځکه خو په ايرن لېډي مشهوره وه."
ځينې کارپوهان وايي، د هغې د سخت برخورد يوه وجه دا هم وه چې شاته يې د تحریک رهبر خان عبدالولي خان ولاړ وو خو چې کله هغه په سياسي لحاظ غیر فعاله شو نو پر ګوند د بېګم نسيمې ګرفت هم کمزوری شو. بیا يو وخت داسې هم راغی چې په ۲۰۰۶ز کال کې عوامي نیشنل ګوند د اختلافاتو ښکار شو او هغه "فولادي ښځه" د خپل زوی اسفنديار ولي خان په مشرۍ مرکزي مجلس عاملې له ګونده وایسته.
په ۲۰۱۳ز کال کې بېګم نسيم د عوامي نېشل پارټۍ(ولي) په نوم خپل ګوند اعلان کړ خو په ۲۰۱۷ز کال کې يې له اسفندیار ولي خان سره روغه وشوه او ګوند يې په عوامي نیشنل پارټۍ ورګډ کړ.
بېګم نسيم وليخان د ۲۰۲۰ کال د مې په ۱۶مه نېټه د خیبرپښتونخوا په چارسده کې د ۸۵ کلونو په عمر وفات شوه.
د فېسبوک تبصرې