د خیبرپښتونخوا د روغتیا ادارې ویاند عطاالله خان مشال راډیو ته ویلي دي چې کیمپېن په دوو پړاونو کې کوي چې لومړې هغه یې د اپرېل له ۲۹مې، د مې تر درېیمې پورې د پېښور په ګډون د ۱۴ ضلعو په ټولو برخو او د مومندو، نوښار، بونېر، بر چترال، هريپور، ملاکنډ، مانسهرې او صوابۍ په ځینو برخو کې کېږي.