د بلوچستان صوبې په مرکز کوټه کې هزاره ګان بیا بیا د تندلارو وسله والو ډلو لخوا تر هدفي بریدونو لاندې وي چې له کبله یې دوی د خپلې ژغورنې لپاره پر خپلو مېنو دېوالونه راجار اېستلي دي.
په پاکستان کې دننه د 'هزاره ګانو هستوګنه
د بلوچستان صوبې په مرکز کوټه کې هزاره ګان بیا بیا د تندلارو وسله والو ډلو لخوا تر هدفي بریدونو لاندې وي چې له کبله یې دوی د خپلې ژغورنې لپاره پر خپلو مېنو دېوالونه راجار اېستلي دي.

۱
د کوټې په څنډو کې د هزاره ګانو مېنې (ښارګوټي) ته یو ور.

۲
یو هزاره هلک په کوټه کې د یوې غونډۍ پر سر پتنګ الوځوي. په وروستیو کې پر هزاره توکمیو لږه کیانو د بریدونو زیاتېدو پس د پاکستان امنیتي ادارو د دوی د هستوګنې ځینې سیمې کلابندې کړي او پوستې یې لګولې دي.

۳
په کوټه کې د هزاره ګانو ماشومان په یوه ښونځي کې. ډېری هزاره ګان شییعه ګان دي چې پرله پسې د سني تندلارو هدف ګرځي.

۴
یو هزاره ټېکسي ډرایور. هغه په بمي چاودنه کې د خپل یوه وژل شوي ملګري نوم په خالونو کښلی دی.