د پاکستان حکومت د ۲۰۲۱ز کال د جولای په پای کې اعلان وکړ چې د ټولو ښوونځیو، کالجونو او پوهنتونونو استادان او له ۱۸ کلونو زیات عمر لرونکي زده کوونکي باید د کووېډ-۱۹ ناروغۍ واکسین وکړي. د کورونا وایرس جهاني وبا د څار او کنټرول مرکز وویل چې هغه کسان به تعلیمي ادارو ته نه پرېږدي او نویو زده کوونکو ته به هم داخلې نه ورکوي چې واکسین شوي نه وي. له دې علاوه، حکومت په کالجونو او پوهنتونونو کې زده کوونکو او استادانو ته د واکسیني ستنو لګولو اعلان هم وکړ.
خو په داسې حال کې چې نړیوالو ساینسپوهانو، د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) او حکومتونو کووېډ-۱۹ واکسین خوندي او د وبا کنټرول لپاره اړین بللي، په پاکستان، افغانستان او د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې لا هم د کووېډ-۱۹ واکسینو په اړه غلط فهمۍ یا ناسم پوهاوي شته.
په پاکستان او افغانستان کې تعلیمیافته کسان هم د واکسینو په اړه د شکونو څرګندونه کوي.
د ۲۰۲۱ز کال په فبرورۍ کې د ناحکومتي ادارې ګیلپ د یوې نظر پوښتنې ۵۱ فیصده ګډونوالو د کووېډ-۱۹ ناروغۍ واکسین "یو نړیوال سازش یا توطیه" وبلله او ویې ویل چې ځانونه ښايي واکسین نه کړي. نظرپوښتنې دا هم وښوده چې خلک د واکسینو په اړه پر بېلا بېلو ګنګوسو باور کوي او ځینې یې دا فکر هم کوي چې واکسین عمر لنډوي.
همداراز، د روان ۲۰۲۱ز کال د مې په پای کې هندۍ خبري ووبپاڼې دي وایر په خپل یو رپورټ کې وویل چې د کابل ښار ځینو تعلیمیافته اوسېدونکو هم د واکسینو په اړه بېلا بېلې غلط فهمۍ لرلې.
په غلط فهمیو کې یې یوه دا ده چې د کورونا وایرس ناروغۍ واکسین د بې اولادۍ یا شنډوالې سبب کېږي. ځینې نور بیا دا ناسم فکر لري چې واکسین د وجود د خلیو په ارثي یا میراثي موادو کې بدلون راولي، یا دا چې واکسین د زړه ناروغانو ته تاواني دي او یا زړه ته زیان رسوي او یا هم په واکسینو کې موجود کیمیاوي مواد وجود زیانموي. ډاکتران او د روغتیا نړیوال سازمان څېړونکي دا ټولې اوازې ناسمې، له واقعیتونو او له ساینسي څېړنو لیرې بولي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ګنګوسو او غلط فهمیو د لیرې کولو لپاره ویډیوګانې او لیکنې خپروي او خلک هڅوي چې نه یوازې واکسین وکړي بلکې د جهاني وبا د کنټرول لپاره احتیاطي لارښوونې عملي کړي چې پکې د ماسک یا تمبوزک وهل، په صابون د لاسونو مینځل، د ګڼې ګوڼې نه جوړول او له یو بله مناسب واټن ساتل شامل دي.
د واکسینو خوندیتوب
د پېښور د لېډي ریډنګ روغتون د بېړنیو خدماتو څانګې ډاکتر محمد روف داوړ وايي، خپله یې هم ځان واکسین کړی او خلکو ته هم وايي چې ټول واکسینونه خوندي وي. "بالکل، ما واکسین لګولي دي. کله چې په پاکستان کې اول، اول واکسین [لګېدل پیل] شول، نو هم هغه وخت مې ولګول. واکسین هېڅ داسې خاص [جانبي عوارض] نه لري. د واکسینو په اړه غلط فهمۍ وي او دلته یوازې په پاکستان کې نه بلکې په ترقي یافته ملکونو کې هم وي. خو هر واکسین بازار ته تر ورتګ مخکې له [طبي ازموینو] تېرېږي او تر هغو [تجربو او څېړنو] وروسته چې پته ولګي چې په دې واکسینو کې داسې اجزا نه شته چې صحت ته مضر وي،" نو بیا یې اجازه ورکول کېږي "او دا ټول واکسین بالکل محفوظ دي."
دا ټول واکسین بالکل محفوظ دي.
ټول واکسین بالکل محفوظ دي.ډاکتر محمد روف داوړ
ډاکتر روف وايي، واکسینونه هېڅکله د عمر لنډېدو لامل نه شي ګرځېدای بلکې د وجود مدافعتي نظام پیاوړی کوي چې ورسره خلک اوږد او صحتمند ژوند تېروي.
د ډبلیو اېچ او یوه ډاکتره کیترین اوبراین هم ورته خبره کوي او وايي، د واکسینو د جوړېدو عمل مسلسل څارل کېږي. "ټول واکسینونه محفوظ دي. په واکسینو کې شامل هر جز لومړی تر معاینو او ازموینو تېرېږي چې موږ باوري کړو چې د انسانانو لپاره محفوظ دي. په واکسینو کې مختلف اجزا وي او موږ یې انسانانو ته تر ورکولو مخکې په ځناورو تجربه کوو او ګورو چې هغوی ته څه ستونزه خو نه پېښوي. چې کله موږ مطمین شو نو بیا واکسینونه په لسګونه زره انسانانو تجربه کوو. خوندیتوب د هغو ازموینو تر ټولو مهمه برخه وي. د دې ترڅنګ په کارخانو کې د واکسینونو جوړېدل او د هغوی کیفیت مسلسل څارل کېږي. د واکسینو هر جز باید تر ټولو لوړ کیفیت ولري او باید د انسانانو لپاره خوندي وبلل شي."
د نړۍ په لسګونه هېوادونو کې شرکتونو د ۲۰۲۰ز کال په لومړیو میاشتو کې د کووېډ-۱۹ واکسین د جوړولو هڅې پیل کړې او چې کله یې تیار کړل نو لومړی یې په ځناورو وازمویل. کله چې ساینسپوهان پوه شول چې واکسین خوندي ول نو بیا یې په هغو انسانانو تجربه کړل چې ځانونه یې ازموینو ته وړاندې کړي ول. تر هغې وروسته حکومتونو او د روغتیا نړیوال سازمان یوشمېر واکسینونه د بیړني استعمال لپاره خوندي وبلل.
کووېډ-۱۹ واکسین د شنډوالي لامل نه ګرځي
د کووېډ-۱۹ واکسینو په اړه بله غلط فهمي او ګنګوسه دا ده چې د دې پیچکاریو یا ستنو لګول د شنډوالي لامل کېږي. خو د ډبلیو اېچ او یوه ډاکتره کیترین اوبراین وايي، د کووېډ-۱۹ په ګډون د نړۍ هېڅ واکسین د بې اولادۍ یا شنډوالي لامل نه شي ګرځېدای. "هغه واکسینونه چې خلک یې کوي د بې اولادۍ سبب نه شي ګرځېدای. دا هغه اوازه یا ګنګوسه ده چې د مختلفو واکسینونو په اړه خپره شوې او دا له حقیقته لیرې خبره ده. داسې هېڅ واکسین نه شته چې د شنډوالي لامل شي."
د واکسین هېڅ نقصان نشته بلکې فایده یې شته.ډاکتره شهلا مندوخېل
د اسلام اباد د پاکستان انسټيټیوټ اف میډیکل ساینسز یا پېمز روغتون د ښځو او ولادي څانګې ډاکتره شهلا مندوخېل هم وايي چې کووېډ-۱۹ واکسین د وایرس ضد دي او د ماشومانو د پیدا کولو یا نه پیدا کولو له نظام سره هېڅ تړاو نه لري. "دا خو ګوره یو [وایرس ضد] واکسین دی، له دې وجې داسې هېڅ هم نه کېږي په دې چې د بچي زېږول د ښځې او سړي له [تولیدي نظام سره تړلی وي]. د سړي لپاره خپلې [معاینې] وي، موږ یې ګورو چې [تولیدي مادې] یې پوره دي او د ښځې [میاشتنی نظام] باید [عادي] وي. نو د [واکسین] او [بچي زېږولو] ترمنځ هېڅ تعلق نشته. د واکسین هېڅ نقصان نشته بلکې فایده یې شته."
واکسین او د زړه ناروغي
په پاکستان، افغانستان او د نړۍ په یوشمېر نورو هېوادونو کې دا اوازه هم خپره ده چې د کووېډ-۱۹ واکسین د زړه ناروغانو ته ضرر رسوي او یا هم د روغو خلکو پر زړه ناوړه اغېز کوي.
ډاکتر سمیع الله مروت د بنو په میډیکل کالج کې د زړه د ناروغیو استاد دی او د بنو په ضلعي روغتون یا ډي اېچ کیو کې کار کوي. نوموړي مشال راډیو ته وویل چې ښځه یې هم ډاکتره ده او د دوی د کورنۍ ټولو غړو ځانونه واکسین کړي دي. ډاکتر سمیع الله مروت دا اوازه ناسمه بولي چې ګواکې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ واکسین د زړه ناروغانو ته تاوان رسوي او یا د صحتمنده خلکو زړه زیانمنوي.
د زړه ناروغۍ لرونکي دې ځانونه واکسین کړي.ډاکتر سمیع الله مروت
"که یو سړی د زړه بیمار دی نو له ۱۰ څخه تر ۱۴ فیصده پوره امکان دی چې ورباندې د زړه دوره یا حمله راشي. او د واکسینو څخه د خطر [کچ] له یو فیصده هم کم وي. نو موږ وایو" چې د زړه مریض وار له مخه "له لوی خطر سره مخامخ دی، که هغه د کورونا [وایرس] په مرض اخته شي نو [ژوند] ته یې خطر لا زیات شي" ځکه چې دا ناروغي د زړه مریضانو ته روغتیايي "پېچېدګیانې جوړوي. د ساینس او ډاکترۍ اصول دا دي چې دا واکسین مکمل محفوظ دي او باید خلکو ته ولګي."
ډاکتر سمیع الله مروت زیاتوي چې دی د زړه ټولو ناروغانو ته سپارښتنه کوي چې ځانونه له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه د ژغورلو او له سختې ناروغۍ څخه د ساتلو لپاره واکسین کړي.
واکسین انساني وجود کې هېڅ بدلون نه راولي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا اوازه هم شته چې په نویو طریقو جوړ واکسین په انساني حجرو یا خلیو کې بدلون راولي چې د سازمان په وینا بالکل ناسمه خبره ده.
د کووېډ-۱۹ دوه ډوله واکسین چې بایواېنټېک او فایزر او موډرنا شرکتونو جوړ کړي ورته مېسېنجر رایبو نیوکلېک اېسېډ یا اېم ار اېن اې واکسین ویل کېږي. په انساني خلیو کې یو ډول میراثي مواد وي چې ډي اوکسي رایبو نیوکلېک اېسېډ یا ډي اېن اې بلل کېږي. دا ډي اېن اې له یو نسل څخه بل ته ارثي ځانګړنې یا خصوصیات انتقالوي. په بله معنا، د مور و پلار ډي اېن اې د ماشومانو د ویښتو، سترګو او پوستکي رنګ، د مخ، لاسونو او پښو جوړښت په ګډون ټول ارثي خصوصیتوته ټاکي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ډاکترې اوبراین په وینا، اېم ار اېن اې واکسین یوازې انساني بدن ته لارښوونه کوي چې په وجود کې پروټین جوړ کړي، مدافعتي نظام فعال کړي او په دې توګه خلک له کورونا وایرس ناروغۍ وژغوري.
نوموړې وايي، اېم ار اېن اې د واکسینو یو نوی تخنیک دی او په انساني بدن کې هېڅ ډول بدلون نه راولي. "دوه واکسینونه داسې دي چې ورته اېم ار اېن اې واکسین ویل کېږي. داسې هېڅکله نه شي کېدای چې اېم ار اېن اې دې په ډي اېن اې بدل شي او داسې هېڅ لار نه شته چې اېم ار اېن اې دې د انساني خلیو یا حجرو په ډي اېن اې کې بدلون وکړي. اېم ار اېن اې اصلاً وجود ته لارښوونې کوي یا هدایات ورکوي. زیاتره واکسینونه داسې وي چې پکې یو پروټین وي او یا د هغو مېکروبو یا جراثیمو یوه وړه برخه پکې وي چې موږ یې وجود ته داخلوو چې د بدن مدافعتي نظام یې پرضد اقدام وکړي او سړی له ناروغۍ محفوظ کړي. اېم ار اېن اې یوه نوې طریقه ده. په دې کې بدن ته د پروټینو د داخلولو پر ځای اېم ار اېن اې ورکوو چې وجود ته لارښوونه وکړي چې د جراثیمو یوه وړه برخه جوړه کړي او بیا زموږ مدافعتي نظام یې پر ضد غبرګون وښيي."
کورونا وایرس ناواکسینه کسان سخت ناروغولای شي
د روغتیا نړیوال سازمان او نړیوال څېړونکي په دې اند دي چې کورونا وایرس ناواکسین شوي خلک سخت ناروغولای شي. همدا لامل دی چې امریکايي ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر پر نهمه، په هېواد کې د واکسینو ورو بهیر چټکولو او د کووېډ-۱۹ ناروغۍ زیاتېدونکو پېښو کنټرول لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه. نوموړي په خپلو خبرو کې پر شاوخوا ۸۰ میلیونه هغو امریکایانو انتقاد وکړ چې ځانونه یې نه ول واکسین کړي. د دې لامل دا دی چې په سېپټېمبر کې په امریکا کې په هغو خلکو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پېښې، په روغتونونو کې یې بسترېدل او له ناروغۍ یې مړینې په زیاتېدو وې چې واکسین شوي نه ول.
په پېښور کې ډاکتر محمد روف داوړ هم وايي چې د لېډي ریډنګ روغتون د بیړنیو طبي خدماتو څانګه هره ورځ هغه مریضان بستروي چې واکسین شوي نه دي. "د لېډي ریډنګ هسپتال اېمرجنسي ډېره غټه ده او دلته له ټولې صوبې څخه مریضان راځي. نن سبا د کووېډ-۱۹ [وبا] ده نو زیات [مریضان] کورونا [وایرس وهلي دي]. موږ هره ورځ د [کووېډ-۱۹] تر ۵۰ زیات مریضان داخلوو. موږ چې له هغوی پوښتنه وکړو، معلومات ورڅخه وکړو نو څومره بیماران چې داخلېږي او [سخت ناروغه] وي، هغه ټول هغه کسان وي چې واکسین یې نه وي لګولی. تر اوسه پورې موږ داسې یو بیمار هم نه دی داخل کړی چې هغه واکسین [شوی] وي او [سخت مریض] وي."
د کورونا وایرس جهاني وبا
د چین حکومت د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د روغتیا نړیوال سازمان ته خبر ورکړ چې په ووهان کې نوی کورونا وایرس خپور شوی چې ګڼ کسان یې ناروغه کړي دي. دا وایرس د څو میاشتو په موده کې د نړۍ تر شاوخوا هر هېواده ورسېد او د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې جهاني وبايي حالت اعلان کړ.
نوی کورونا وایرس د کووېډ-۱۹ په نوم ناروغي خپروي. د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له ارقامو سره سم، دې وایرس د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر تر لومړۍ پورې یې تر ۲۳۰ میلیونه زیات کسان وړجن کړي ول. کووېډ-۱۹ ناروغۍ تر همدې نېټې پورې تر ۴،۷ میلیونه زیات کسان وژلي ول خو تر ۲۱۱ میلیونه زیات کسان ورڅخه رغېدلي هم ول.
تر اوسه په منظور شویو واکسینونو کې د جانسن جانسن شرکت له واکسینه پرته نور ټول هغه دوه ستنې یا خوراکه لري چې خلکو ته ورکول کېږي. پوهنتون زیاتوي چې د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې په نړۍ کې تر ۶،۲ اربه زیات خوراکه واکسین خلکو ته ورکړل شوي.
د فېسبوک تبصرې