د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف له تحریک انصاف سره خبرو ته کمېټۍ جوړه کړې ده


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پخوانی انځور.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پخوانی انځور.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د اپوزیشن ګوند، تحريک انصاف له مشرانو سره د خبرو لپاره يو پلاوی اعلان کړی دی

د وزیراعظم دفتر د دیسمبر پر ۲۲مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په حکومت کې د شاملو اتحادي ګوندونو (مسلم ليګ (ن)، پيپلز پارټي، متحده قومي مومنټ او ځينو نورو) له سیاستوالو جوړ هغه پلاوی به له تحريک انصاف سره خبرې کوي.

دا تر هغې وروسته ده چې د ډېسېمبر پر ۲۱مه، د تحريک انصاف مشر ګوهرعلي د قامي اسمبلۍ له سپېکره غوښتي وو چې حکومت بايد له تحريک انصاف سره د سیاسي مسایلو د حل لپاره مذاکراتو ته کښېني. خو هغه نه وو ويلي چې په څه خبرې کول غواړي.

د وزیراعظم شهباز شريف دفتر بیان هم د مذاکراتو د محتوا په اړه څه نه دي ويلي خو زیاتوي چې د ملک سلامتي او ملي ګټې له هر څه مخکې ګڼي.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۳ کال د مې له نهمې وروسته د تحريک انصاف ګڼ غړي نيول شوي او مقدمې پرې جوړې دي. همداراز د هغه ګوند ځيني مشران په نامعلومو ځایونو کې پټ دي.

د مې پر نهمه د تحريک انصاف غړيو د خپل مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې وي. د هغو احتجاجونو په وخت ځينو ملکي او پوځي ادارو ته اور اچول شوی وو.

پوځي عدالتونو د دیسمبر پر ۲۱مه، د هغو پېښو په تور ۲۵ ولسي وګړيو ته سزاوې واورولې چې تحريک انصاف له بشري حقونو سرغړونه بللې ده. خو د وفاقي حکومت د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل چې د مې نهمې په اړه به انصاف هله وشي چې د تحريک انصاف مشرانو ته سزاوې وشي.

XS
SM
MD
LG