د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو څار سازمان: طالبانو پنجشېر کې بېګناه ملکيان بنديان کړي


د طالبانو وسله وال د پنجشېر ولایت له بازاره تېرېږي - پخوانی انځور.
د طالبانو وسله وال د پنجشېر ولایت له بازاره تېرېږي - پخوانی انځور.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) په یوه رپورټ کې ویلي چې د طالبانو د حکومت وسله والو د افغانستان په پنجشېر ولایت کې یوشمېر ملکي وګړي د مقاومت جبهې په نوم له مخالفې وسله والې ډلې سره د اړیکو په تور په غیرقانوني ډول ځورولي او بندیان کړي دي.

د جون پر نهمه د سازمان په رپورټ کې د اسیا د برخې مرستیالې پیټریشیا ګاسمین له قوله راغلي چې طالبانو په پنجشېر کې د مقاومت جبهې د جګړې په غبرګون د خلکو په وهلو ټکولو لاس پورې کړی.

نوموړې اندېښنه ښوولې چې طالبان په خپلو لیکو کې د جدي سرغړونو عاملینو ته د سزا نه ورکولو له کبله ډېر ملکي وګړي له خطر سره مخامخوي.

د طالبانو حکومت دا رپورټ رد کړی او وايي، له هېچا سره زور زیاتی نه کوي.

خو تر دې مخکې د پنجشېر د ځینو برخو اوسېدونکو له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي ول چې د مقاومت له جبهې سره د اړیکو په تور نیول شوي او ځورول شوي دي.

په هغه ولایت کې د طالبانو چارواکو هم له جبهې سره د اړیکو په تور د ځینو کسانو د نیولو خبر تایید کړی وو.

د بشري حقونو د څار سازمان په رپورټ کې د جون په لومړیو کې د خنج ولسوالۍ د ۸۰ تنو ملکي وګړو د نیول کېدو پېښې ته اشاره شوې، چې وروسته یې ۷۰ تنه خوشې شول پاتې یې لا هم په دې تور په بند کې ساتل شوي چې خپلوان یې د مقاومت په جبهه کې شامل دي.

د مقاومت جبهې وسله وال د پنجشېر په غرونو کې د روزنې پرمهال - پخوانی انځور.
د مقاومت جبهې وسله وال د پنجشېر په غرونو کې د روزنې پرمهال - پخوانی انځور.

اخوا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته په یوه صوتي پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې څوک له چا سره زور زیاتی نه کوي. "د بشر د حقونو د څار سازمان هغه ادعاګانې ناسمې او بې اساسه دي، چې ګواکې د اسلامي امارت چارواکو دې څوک بېګناه وژلي وي یا یې حقونه تر پښو لاندې کړې وي. د افغانستان اسلامي امارت له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غواړي چې د اسلامي امارت پر ضد بې اساسه پروپاګند ته غوږ کښېنږدي او په افغانستان کې شته واقعیتونه په پام کې ونیسي او و یې مني."

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مرستیالې پیټریشیا ګاسمین په رپورټ کې زیاته کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو په اړه یوازې ژوره اندېښنه ښوول کافي نه‌ دي بلکې د هغې په وینا، د "طالبانو پر وړاندې جدي اقداماتو" ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG