د لاسرسي ځای

تازه خبر

فعالان او خبریالان: د هرنايي پر مظاهرې ډزو کې ۱ کس وژل شوی، یوشمېر ژوبل


د هرنايي د پېښې ژوبل د کوټې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی - د اګست ۱۴مې انځور.
د هرنايي د پېښې ژوبل د کوټې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی - د اګست ۱۴مې انځور.

په پاکستان کې مدني او سیاسي فعالانو، خبریالانو او ځايي رسنیو دعوه کړې چې د بلوچستان په هرنايي کې د احتجاج پر مهال د امنیتي ځواکونو په ډزو کې یو کس وژل شوی او یوشمېر ژوبل دي.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ د اګست پر ۱۴مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې وژل شوی کس خالقداد بابړ نومېږي چې د عوامي نیشنل ګوند غړی وو.

داوړ په خپل بیان کې "پر بې وسلې مظاهره کوونکو" د امنیتي ځواکونو د ډزو غندنه کړې.

یوه ځايي خبریال نواب خان مشال راډیو ته وویل، د هرنايي خلکو د اګست ۱۳مې او ۱۴مې ترمینځ شپې مهال د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دوو کسانو د ژوبلېدو ضد د پوځي کلا مخې ته مظاهره کوله چې د تاوتریخوالي پېښه وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ ویلي دي چې وسله والو د اګست پر ۱۳مه شپې ناوخته د هرنايي په کوسټ (خوست) سیمه کې د ځواکونو پر پوستې برید کړی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۴مه ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د وسله والو برید شنډ کړ.

په بیان کې راغلي، وسله وال تر حملې وروسته "نېږدې غرونو ته وتښتېدل" او چې ځواکونو یې د "محاصره کولو" هڅه کوله نو په ډزو کې دوه سرتېري قیوم جاوېد او محمد عاطف ووژل شول.

بیان زیاتوي چې د دواړو خواوو ترمینځ په ډزو کې د پوځ یو افسر مېجر عمر ژوبل شوی دی.

فعالان او ځايي خبریالان وايي، شپې مهال د پوځیانو په ډزو کې دوه ځايي کسان ژوبل شوي ول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر ټوېټر په بیان کې لیکلي دي چې ځايي وګړو د پوځي عملیاتو ضد احتجاج کاوه چې "پاکستانیو ځواکونو ورباندې ډزې" وکړې.

ځايي رسنۍ بلوچستان پوسټ هم پر ټوېټر ورته خبره کړې او ویډیو یې هم خپره کړې چې پکې ډزې اورېدل کېږي او لسګونه کسان له هغه ځايه تښتي.

یو ازاد خبریال مالک اڅکزي پر ټوېټر لیکلي چې د هرنايي "پر سوله ییزو خلکو د ځواکونو ډزو" مرګژوبله اړولې ده. نوموړي البته په پېښه کې د وژل شویو او ژوبلو کره شمېر نه دی ورکړی.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د فعالانو او خبریالانو دعوې نه شي تاییدولای.

تر اوسه معلومه نه ده چې په کوسټ سیمه کې پر پوستې کومې ډلې حمله کړې وه او چا یې ذمه واري هم نه ده منلې.

موږ په سیمه کې د تاوتریخوالي پېښې په اړه د بلوچستان له حکومتي چارواکو سره د رابطې هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

XS
SM
MD
LG