د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه هنرمندان: د پاکستان پرتله هند کې هنرمندان زيات قدر لري


نومیالۍ هندۍ سندرغاړې لتا منګېشکر د فبرورۍ پر شپږمه مړه شوه - انځور له ارشیفه.
نومیالۍ هندۍ سندرغاړې لتا منګېشکر د فبرورۍ پر شپږمه مړه شوه - انځور له ارشیفه.

هندۍ سندر غاړې لتا منګېشکر په کووېډ-۱۹ ناروغۍ تر اخته کېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د فبرورۍ پر شپږمه د ۹۲ کلونو په عمر کې مړه شوه.

د هند د ټرانسپورټي چارو وزیر نېتېن ګډکري پر هغه ورځ پر ټوېټر په بیان کې د لتا منګېشکر د مړینې خبر ورکړ او ویې ویل چې د هېواد "ویاړ او د موسیقۍ د نړۍ تاج او د کویل (سندربولې مرغۍ) مړینې زښت خپه کړی دی."

د هند حکومت د نوموړې په مړینه دوه ورځنۍ ویر اعلان کړ، خپل بیرغ یې نیم کښو کړ او په دولتي کچ یې د هغې وروستي مراسم ادا کړل چې پکې وزیراعظم نرېندرا مودي، پخواني کرکټر سچن ټېنډولکر، فلمي ستورو لکه شاه رخ خان، عامر خان، یوشمېر کاروباریانو او ولسي وګړو ګډون وکړ.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د نوموړې په مړينه خپګان وښود.

عمران خان پر ټوېټر لیکلي چې د هند د نيمې وچې (برصغير) خلک د موسيقۍ له "يو عظيم اوازه" بې برخې شول.

کرزي پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې د لتا منګېشکر "سندرې تلپاتې" دي.

د هند "سندربوله مرغۍ" لتا منګېشکر مړه شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00

خو د پښتو ژبې هنرمندان او پوهان وايي، په پاکستان کې پر دولتي او ولسي سطحو د هنرمندانو زیات قدر نه کېږي او له اسانتیاو هم بې برخې دي.

د پښتو ژبې نومیالي سندرغاړي زرڅانګه او ګلزار عالم وايي، دا به ښه وي چې وزیراعظم عمران خان او د پاکستان ولس هم د خپلو هنرمندانو قدر او پوره درناوی وکړي.

زرڅانګې د فبرورۍ پر اتمه مشال راډیو ته وویل، اوسمهال د کواټ په غلام باړه سیمه کې په خیمه کې اوسي او د سینې په ناروغۍ اخته شوې ده.

زرڅانګه وايي له کلونو راهیسې د بې وزلۍ ښکار ده - انځور له ارشیفه
زرڅانګه وايي له کلونو راهیسې د بې وزلۍ ښکار ده - انځور له ارشیفه

زرڅانګه وايي، حکومت به ورته مياشتنۍ ۳۰،۰۰۰ روپۍ ورکولې خو څه باندې پنځه کال کيږي چې هغه هم بندې شوې دي. "هېڅوک راسره مرسته نه کوي، ناروغه يم د ډاکټر پيسې راسره نه شته. له حکومته مې غوښتنه ده چې دومره وظيفه را ته وټاکي چې ځان ته پرې دوا واخلم."

ګلزار عالم وايي، حکومت هنرمندانو ته اسانتیاوې نه پیدا کوي - انځور له ارشیفه.
ګلزار عالم وايي، حکومت هنرمندانو ته اسانتیاوې نه پیدا کوي - انځور له ارشیفه.

د پښتو ژبې بل نومیالی سندرغاړی ګلزار عالم وايې، لتا منګېشکر او د هند نور هنرمندان شتمن دي او کار ته يې د هغه هېواد حکومت او ولس د قدر په سترګه ځکه ګوري چې هلته موسيقي د مذهب برخه ده.

ګلزار عالم اوسمهال په پېښور کې اوسي او وايي، په پښتنه ټولنه کې ځينې خلک سندره خوښوي خو له سندرغاړي څخه "کرکه" لري.

خو نوموړی زیاتوي چې البته اوس خلک پوه شوي او په دې برخه کې ټولنیزو رسنیو لوی رول لوبولی دی. "حالات ښه لوري ته روان دي خو تر هغو چې په خلکو کې اجتماعي شعور نه وي راغلی او لوستې ټولنه نه وي رامنځته شوي، نو موږ به دا ډول ستونزې لرو."

په پېښور پوهنتون کې د ټولنپوهنې د څانکې استاد ډاکتر جميل چترالی وايي، په ۱۹۷۱ز کال کې چې له پاکستانه بنګلادېش جلا شو نو په پاکستان کې د مذهب په نوم د اوسېدونکو بېلابېلو قامونو د یوځای کولو د هڅو پرمهال سختدریځي زیاته شوه.

نوموړي د فبرورۍ پر اتمه مشال راډیو ته وویل، له یو لوري سختدریځۍ موسیقۍ ته تاوان ورساوه او له بل پلوه حکومت هم هنرمندانو ته هغه ډول پام نه کوي چې په کار دی. "هند تخليقي کارونه د خپلې ګټې وسیله ګرځولي نو ځکه هلته د هنر او هنرمندانو قدر ورځ تر بلې زياتېږي. خو په موږ پورې بيا تخريب تړل شوی، که هغه د طالب په شکل کې دی او که د مجاهد په شکل کې دی."

په پاکستان کې وسله والو ډلو نه یوازې د موسیقۍ او نورو ښکلیو هنرونو پروړاندې سخت دریځ لرلی بلکې په پښتني ټولنه کې هم پر هنرمندانو حملې شوې دي. په تېرو څه د پاسه دوو لسیزو کې په خیبر پښتونخوا کې د اېمن اداس او غزالې جاوېد په ګډون یوشمېر سندرغاړې او هنرمندانې په بریدونو کې وژل شوې دي.

مشال راډیو د پښتنو هنرمندانو د څرګندونو په اړه د خیبر پښتونخوا د کارګرانو او کلتوري چارو وزیر شوکت یوسفزي ته څو ځلې ټېلېفون وکړ خو هغه ځواب را نه کړ.

البته د صوبايي اسمبلۍ د فرهنګي چارو په کمېټۍ کې د واکمن تحریک انصاف ګوند غړي ملک شوکت علي مشال راډيو ته وویل، حکومت یې د هنرمندانو ژوند ته ځانګړی پام کوي.

نوموړی وايي، د زرڅانګې په ګډون د نورو هنرمندانو ستونزې له اعلاوزیر محمود خان سره شریکوي. "له هغه سره پر دې مسله خبرې کوم، دا به زه [د غونډې] په اجنډا کې هم شاملوم. په کابينې کې به هم پر دې خبرې کوو."

د هند ولس او نړيوال لتا منګېشکر ته په داسې حال کې د عقيدت پېرزونې وړاندې کوي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په هغه هېواد کې پر موسيقۍ محدودیتونه لګېدلي دي.

XS
SM
MD
LG