د مومندو ملک زیارت ګل اتمرخېل د ډېورنډ کرښې هغې خوا ته منډيي او رستوران لاره او د ورځې به یې له ۱۰،۰۰۰ څخه تر ۲۰،۰۰۰ پورې روپۍ ګټلې. پر کرښې د اغزن تار غځېدو اتمرخېل اړ کړ چې خپل کاروبار پېښور ته انتقال کړي او اوس د ورځې ۵۰۰ روپۍ ګټي. خو دا یوازې د ملک زیارت ګل اتمرخېل برخلیک نه دی، بلکې د پاکستان د قبایلي ضلعو او ورسره د افغانستان د ولایتونو اوسېدونکي وايي، پر ډېورنډ کرښه اغزن تار یې د ژوند بېلا بېلې چارې خورا زیاتې اغېزمنې کړې دي.
د پولې دواړو خواوو ته پراته خلک وايي، اغزن تار یې اقتصاد او سوداګرۍ ته لوی زیان اړولی، باړ له خپلوانو بېل کړي، دودیزې او کلتوري رابطې یې پرې شوي، د یو شمېر کلیو خلکو ځمکې، کورونه او ځنګلونه یې د کرښې بلې خوا ته پاتې شوي او د دواړو خواوو د ځینو ولسونو لسګونه کورنۍ ان له پاکستاني یا افغان شهریته (تابیعت) هم بې برخې شول.
د مشال راډیو په دې لیکنه کې د اغزن تار تر غځېدو مخکې او وروسته د دواړو لوریو د ولسونو د ژوند انځور وړاندې کولو هڅه شوې.
د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې د امنیت ټینګښت په موخه پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځولو کار پیل کړ.
د پاکستان پوځ په وینا، وسله وال پر کرښه په ازادۍ اوړي، رااوړي او بریدونه کوي.
کابل د باړ لګول د اسلام اباد یو اړخیزه ګام بولي او په بیا بیا یې مخالفت کړی دی چې له وجې یې د افغانستان او پاکستان تعلقات هم څو ځلې ترینګلي شوي او ان د دواړو خواوو امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې دي چې پکې یو شمېر سرتېري ووژل او ژوبل شول.
اقتصادي او سوداګریز تاوانونه
د قبایلي ضلعو او ورسره پر پوله د بېلا بېلو ولایتونو اوسېدونکي وايي، اغزن تار نه یوازې له یو بله جلا کړل بلکې سوداګریزې او کاروباري هلې ځلې یې هم اغېزمنې کړې دي.
ملک زیارت ګل اتمرخېل وايي، د مومندو او ننګرهار ولایت ترمنځ پر پوله د پرتو سیمو مزدورانو به هم د ورځې تر ۴،۰۰۰ پورې روپۍ ګټلې چې اوس د ده په وینا، د "اوړو اخیستو" توان هم نه لري.
دی وايي، په بیا بیا یې حکومت ته ویلي چې باړ او ورسره د لارو تړل کېدو د دواړو خواوو د ولسونو ژوند ګران کړی دی:
"موږ بار بار جلسې، جلسونه کړي. دې لپاره موږ ډېر جدوجهد کړی دی، ډېرې منډې ترړې مو کړې دي چې لار دې موږ ته کولاو (خلاصه) شي. دا باړ دلته پروت دی، موږ ته مشکل دی ځکه چې زموږ ورشو، زموږ پوله پټی یې خراب کړي دي. بهرحال، که دا باړ وي، نو لار خو دې راته [پرانیزي] ځکه چې زموږ روزګار هم خراب شوی دی، زموږ خورلڼې [هغې خوا ته] پاتې شوې دي."
د پولې هغې خوا ته د ننګرهار ملک دلاور جان شینواری وايي، د باړ تر لګېدو او لارو بندېدو مخکې یوازې د ګوړکوه له لارې د خیبر تیرا ته د سامانونو لېږد د شاوخوا ۲۰،۰۰۰ کسانو د روزۍ ګټلو وسیله وه، خو دوی ټول له څه د پاسه یو کال راهیسې بېروزګاره دي.
شینواری وايي، د ده خپل کاروبار هم خورا زیات اغېزمن شوی او بټۍ یا ګودامونه یې خالي پراته دي.
"دلته له ډېورنډ سره نېږدې د کاروبار دوه مرکزونه دي. یو یې تورخم او بل یې د ګوړکوه په نوم دی. هغه مالونه چې د هرات په ګمرک کې یا د جلال اباد په ګمرک کې محصول شي، هغه دلته راځي، په ګوړکوه کې زموږ خلکو بټۍ جوړې کړې دي. تقریباً ۵۰ یا ۶۰ بټۍ دي. دغه مال چې ګوړکوه ته راورسېږي، په بټیو کې کښېښودل شي او بیا رسماً په کچرو او اوښانو بار شي او د [خیبر ضلعې] تیرا بازار ته واستول شي. په دې کې زموږ رزق وو، نفقه مو جوړه وه خو دغه تار چې غځېدلی او دا لار بنده شوې نو زموږ د دې ټولو خلکو روزګار په ټپه ولاړ دی."
ملک دلاور جان شینواری وايي، افغانستان ته به کمپلې، چای، ګاډي، د ګاډو پرزې او نور شیان ورتلل چې دوی به په ګودامونو کې ساتل او بیا به یې د ګوړکوه او څڅوبي له لارو له پولې هغې خوا ته اړول.
مخکې به دې قومي خلکو د کچرو او خرو په وسیله باندې دا مواد انتقالول، راانتقالول، نو د خلکو شخصي جېبونو ته به ګټه رسېدله او په هغې به یې خپل اقتصادي کارونه مخ ته وړل.حاجي نثار احمد
دا د ډېورنډ پر کرښه هغه نارسمي اقتصاد دی چې له پخوا راهیسې یې د دواړو خواوو د اوسېدونکو د مالي اړتیاوو په پوره کولو کې لویه ونډه لرله.
دا ډول سوداګري اکثر د قاچاق (سمګلېنګ) په نوم هم یادېږي خو ملک دلاور جان شینواری وايي چې ټول سامانونه به د هرات او ننګرهار له ګمرکونو تېرېدل، مالیه او محصول به یې ورکول او بیا به پاکستان ته لېږدول کېدل.
د شمالي وزیرستان حاجي نظر دین له ۱۹۸۳ز کال راهیسې له افغانستان سره سوداګري کوي.
دی وايي، له پاکستانه سوداګر اوړه، بوره (چیني)، رخت، غوړي او سبزۍ او مېوې وړي او له هغې خوا موبېل تېل، چای، د شمسي توانایۍ بېټرۍ او نور شیان راوړي.
د ده په خبره، پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار، پر غلام خان د تګ راتګ مشکلاتو او د پاکستان حکومت له لوري د محصول او مالیو نظام عملي کېدو له وجې یوازې د شمالي وزیرستان شاوخوا ۱۵،۰۰۰ سوداګر، ډرېوران او مزدوران له لوی مالي تاوان سره مخامخ شوي.
حاجي نظر دین وايي، پخوا به یې هره ورځ له پنجابه د رخت پینځه ګاډي افغانستان ته تلل، د کروړونو روپیو کاروبار یې وو، خپل ګاډي یې لرل خو اوس "پیدل ګرځي."
د نوموړي په خبره، "باړ یې د پاکستان په حدود کې دننه لګولی دی. دویمه خبره دا ده چې موږ ته پر [پوله] په کاروبار کې ډېر زیات مشکلات دي ځکه چې بې له [ویزې] امد و رفت نه کېږي."
د جنوبي وزیرستان، باجوړ، پکتیکا، خوست او کونړ سوداګر هم ورته شکایتونه لري او وايي، د اغزن تار غځېدو او پر لارو د خنډونو له وجې یې کاروبارونه او اقتصاد خورا زیات اغېزمن شوی.
دوی دا ګیلې پر داسې مهال کوي چې د پاکستان او افغانستان حکومتونو له تېرو څه د پاسه درو کلونو راهیسې د ټرانزېټ او سوداګرۍ پر یوې پراخې او جامع موافقې خبرو ته دوام ورکړی چې ورسره به تجارت په بشپړه توګه رسمي او قانوني شي.
خلک به افغانستان ته تلل، مزدورۍ به یې کولې. خلک به اوښتل، رااوښتل. خو له کله چې باړ لګېدلی او بیا [لار] بنده شوه نو زموږ زیاتره خلک بېروزګاره دي.عبدالیوسف
خو د کونړ د دانګام ولسوالۍ حاجي نثار احمد وايي، د سوداګرۍ په رسمي کولو کې یوه ستونزه دا ده چې د تورخم له لارې د شیانو لېږد رالېږد یې د بیو لوړېدو او همداراز د کرښې دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو پرځای د سوداګرانو د ګټې لامل کېږي.
دی وايي، "دا چې اوس د ټرانسپورټ لارې ډېرې اوږدې شوې دي او د ختیز ولایتونو لکه زموږ کونړ، نورستان، لغمان او ننګرهار د ټرانسپورټ عمومي لاره اوس د تورخم هغه ده. د تورخم له لارې چې د پاکستان له خوا مالونه راځي، نو دلته په ډېره جګه بیه خلکو ته تمامېږي او ګټه" یې څو ټرانسپورټرانو او "سوداګرو ته رسېږي. مخکې به دې قومي خلکو د کچرو او خرو په وسیله باندې دا مواد انتقالول، راانتقالول، نو د خلکو شخصي جېبونو ته به ګټه رسېدله او په هغې به یې خپل اقتصادي کارونه مخ ته وړل."
همداراز، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو خونې وايي چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د محدودیتونو له وجې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري خورا کمه شوې.
خو دا یوازې سوداګري نه ده چې اغېزمنه شوې بلکې د کټارو تر لګولو مخکې د قبایلي ضلعو او ورسره د افغانستان د ولایتونو اوسېدونکو به په ازادۍ دواړو لوریو ته تګ راتګ کاوه او مزدورۍ به یې کولې.
د روزګار موقعو کمېدل
د کورمې د تريمنګلو عبدالیوسف مشال راډیو ته وویل، د افغانۍ ارزښت د پاکستانۍ روپۍ پرتله لوړ دی نو ځکه د تريمنګل، پیواړ، سپینې شګې او نورو یو شمېر کلیو اوسېدونکي به پخوا د ورځنۍ مزدورۍ لپاره پکتیا ولایت ته اوښتل.
یوسف وايي، "زموږ علاقه تريمنګل له [پولې] سره لګېدلې. خلک به افغانستان ته تلل، مزدورۍ به یې کولې. خلک به اوښتل، رااوښتل. خو له کله چې باړ لګېدلی او بیا [لار] بنده شوه نو زموږ زیاتره خلک بېروزګاره دي او هېڅ کار" نه لري.
د پاکستان د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د کورمې په دې کلیو کې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ خلک اوسي چې د یوسف په وینا، د زیاترو کورنی اقتصاد له ځاځي اریوب او نورو ولسوالیو سره تړلی وو.
د پاکستان حکومت اقدامات
په عین وخت کې د پاکستان حکومت وايي، له افغانستان سره یې د سوداګرۍ د رسمي کولو هڅې کړې دي او د ۲۰۲۰ز کال په اپرېل کې یې د تورخم او په جون او جولای کې یې د غلام خان، انګور اډې، خرلڅۍ او چمن لارې د سوداګرۍ لپاره بیا پرانیستې.
دا لارې په مارچ کې د کورونا وایرس جهاني وبا مخنیوي په موخه تړل شوې وې.
همداراز، د شمالي وزیرستان انتظامي مشر شاهد علي خان د ۲۰۲۱ز کال په فبرورۍ کې مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت د غلام خان د لارې ټرانزېټ کولو منظوري ورکړې.
دا د یو وجود بېلول دي چې د افغانستان حکومت ته په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.دوا خان مینه پال
د پاکستان چارواکي همداراز ګڼي چې پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځول یوازې امنیتي اړخ لري نو ځکه دې کار ته دوام ورکوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۲۲مه په کراچۍ کې یوې غونډې ته وویل چې د کرښې پر ۹۰ فیصده برخې یې باړ لګولی او پاتې کار به د جون تر پایه مکمل شي.
ده البته زیاته کړه چې که د تار غځولو چارې د ځینو لاملونو پر اساس ځنډېږي نو د روان کال تر پایه به هرو مرو سر ته ورسي.
پر ډېورنډ کرښه اغزن تار: د افغانستان او پاکستان دریځ
د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال مشال راډیو ته وویل چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د کټارو په لګولو نه کېږي بلکې اغزن تار د دواړو خواوو پښتانه بېلوي.
"د افغانستان د حکومت دریځ واضح دی. دا د یو وجود بېلول دي چې د افغانستان حکومت ته په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي. دویم، هغه اقدامات چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې روان دي، د افغانستان حکومت ته د منلو نه دي ځکه چې له ترورېزم سره مبارزه نه په اغزن تار باندې کېږي، نه د خندقونو په کښلو باندې کېږي او نه په کټارو باندې کېږي."
د مینه پال په اند، د ترهګرۍ پر وړاندې پرېکنده اقدامات په کار دي.
د پاکستان د سرحداتو او قبایلي چارو د وزارت (سیفران) پارلېماني سېکرټر او د واکمن تحریک انصاف ګوند سیاستوال اقبال اپرېدی وايي، پر ډېورنډ کرښه د تار غځېدو له وجې په پاکستان کې ناامني کمه شوې.
دی وايي، د باړ مقصد د ولس ځورول نه بلکې د هېواد امنیت او خوندیتوب دی.
"تر ټولو وړومبی خو سټېټ (دولت) دی. د دې امن او تحفظ موږ ته تر بل هر شي عزیز دی. دا ټول عوام چې ته ګورې د دې [ریاست] سالمیت لپاره، د دې د بقا او د دې د امن لپاره ټول قربانۍ ته تیار خلک دي. د سټېټ د سلامتیا لپاره باړ لګېدلی."
دی وايي، پخوا به ترهګرو د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته په اسانۍ تګ راتګ کاوه او "دې دهشتګردو او خودکشو به زموږ د پارلېمان [غړي]، زموږ ججان (قاضیان)، زموږ عام خلک" په نښه کول چې د باړ تر لګېدو وروسته یې د بریدونو مخنیوی ممکن شوی.
تر ټولو وړومبی خو سټېټ (دولت) دی. د دې امن او تحفظ موږ ته تر بل هر شي عزیز دی. د سټېټ د سلامتیا لپاره باړ لګېدلی.اقبال اپرېدی
اقبال اپرېدی البته مني چې د اغزن تار او پر پوله د سوداګرۍ د منظمولو له وجې خلک له تاوانونو سره مخامخ شوي، خو زیاتوي، سیفران وزارت د خلکو د تاوانونو پوره کولو ته ژمن دی.
د ډېورنډ کرښه په مشخص او کره ډول نه ده کښل شوې نو ځکه ورباندې د پاکستان له لوري د اغزن تار غځولو یا کټارو لګولو له کبله د دواړو خواوو ولسونو کلي، ځمکه، ځنګلونه او غرونه هم ووېشل شول.
د دې کرښې په اوږدو کې، په بېلا بېلو ځایونو کې د یوې قبیلې او ان د یو ټبر او کورنیو خلک پراته دي چې د اغزن تار له وجې نه یوازې سره بېل شول بلکې په ځینو ځایونو کې له تابعیته هم بې برخې شول.
له شهریته محرومېدل
د جنوبي وزیرستان د انګور اډې زوهېب وزیر وايي، د کورنیو تقسیمېدو او له شهریته بې برخې کېدو ته په اشاره وايي، د اغزن تار هغې خوا ته پاتې کورنۍ د پاکستان شناختي کارډونه لري، د یو تحصیل اوسېدونکي او اصلي پتې لري.
وزیر وايي، "پاکستانیان یو. کارډونه مو د پاکستان دي. دواړه خوا یو قام یو، یو وزیر یو، یو مو شناختي [کارډ] دی، یو مو بازار دی، یو مو تحصیل دی خو په دې منځ کې چې تار ولګېد، هغې سره نیم کړو. په افغانستان کې پاتې یو خو [اسناد] مو [ټول] د پاکستان دي."
د شمالي وزیرستان حاجي نظر دین وايي، د تار له وجې د شوال او له غلام خان سره د بنګیدار د سیمو لسګونه کورنۍ او په ځانګړي ډول د کابلخېلو قام خورا زیات اغېزمن شو ځکه چې هغوی "ټول" هغې خوا ته پاتې شول.
دی وايي، هغو خلکو هم د پاکستان شناختي کارډونه لرل، نیم خپلوان یې د پاکستان خوا ته پاتې شوی او نیم "یې د افغانستان برخه کړل."
د پولې هغې خوا ته د خوست د ګربزو ولسوالۍ خلیل جان ګربزوال ورته خبره کوي او وايي، "سلګونه کورنۍ" له تابعیته بې برخې شوې.
د ده په خبره، ځینې خلک داسې ول چې شناختي کارډونه یې لرل، ځینو یې تذکرې لرلې خو د تار له وجې، اوس "نه دلته حسابېږي او نه هلته."
د مومندو او باجوړ اوسېدونکي هم له تابعیته د بې برخې کېدو موضوع یادوي او خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي.
خو له شهریته محرومېدل یوې خوا ته، اغزن تار د یو شمېر کلیو اوسېدونکي بل ځای ته کډه کولو ته هم اړ کړل او کورونه، ځمکې، غرونه او ځنګلونه ورڅخه پاتې شول.
له شمالي وزیرستان سره د تڼیو ولسوالۍ د چونګې په نوم یو کلی چې د کټارو له وجې هغې خوا ته پاتې شو نو شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ یې خوست ته واوښتې.
حاجي رسول محمد تڼی یو سیمه ییز مشر دی او وايي، د کورونو تر پرېښودو مخکې د کلي خلک د اغزن تار غځولو پر سر د پاکستان له سرحدي ملېشو سره وجنګېدل چې پکې دوه کسان مړه او درې ژوبل شول.
دی وايي، د "ډېورنډ کرښې اغزن تار هغه کلی بېخي له موږه جدا کړی دی. کلی بېخي له خلکو خالي شوی. هغه خلک اوس دې خوا ته [راوښتي]. نه کور لري، نه ځای لري، هیڅ شی نه لري، بس د یو او بل په کور کې اوسي."
حاجي رسول محمد تڼی وايي، د افغان حکومت په اجازه یې هغې خوا ته د پاکستان له سرحدي چارواکو سره دوې جرګې هم وکړې خو مسله یې حل نه شوه.
دی زیاتوي چې خپله نیا یې د وزیرستان د مده خېلو د اسړو ده خو اوس ښايي خپلوۍ او دوستۍ ونشي پاللای.
له یو بله د "وروڼو" بېلېدل
د باجوړ شاه ولي ماموند وايي، اغزن تار د یو ولس خلک بېل کړل او که دا تار همداسې پاتې کېږي نو د یو ولس خلک به وبله پردي شي.
د ده په خبره، هغې خوا ته یې "خپلوۍ هم دي، زموږ ځمکې هم دي، زموږ ملګري هم دي، زموږ هر څه دي. یو قام یو موږ ماموند – نیم دلته یو او نیم هلته."
دی وايي، د کونړ تر سینده د ماموندو ځمکه ده او اغزن تار یې د روزګار ترڅنګ یې خپلوۍ ورڅخه پاتې شوې دي او اوس "نوې خپلوۍ نه کېږي. نو چې دا [باړ] داسې ۲۰ یا ۲۵ کاله پاتې شي نو دا به دوه مختلف قامونه" شي.
د بنګیدار په سیمه کې داسې خبر شوی یم چې د یو چا ورور مړ شوی دی او اخر یې رسیده ګي ورته نشوه کولای چې خپل ورور په مړینې وویني.خلیل جان ګربزوال
د کورمې د تريمنګلو عبدالیوسف وايي، د ده کلیوال د اغزن تار له وجې هغې خوا ته نشي اوښتای او غم، ښادۍ ورڅخه پاتې دي.
دی وايي، اوس که یو کس مړ شي او خپلوان یې غواړي چې جنازې ته یې ورشي نو لومړی به د کورمې انتظامیې ته درخواست کوي او چې بیا چارواکي یې پر غوښتنلیک کار کوي نو دا تر ورځو ورځو وخت نیسي.
دی زیاتوي، "تا به مړی ۱۰، ۱۵ ورځې ایښی وي او دا [بهیر] به پوره کوې."
د خوست خلیل جان ګربزوال د شمالي وزیرستان په بنګيدار کې د یو داسې کس کیسه کوي چې ورور یې اغزن تار ورڅخه بېل کړی وو او چې مړ شو نو په جنازه کې یې ګډون ونکړای شو:
"د بنګیدار په سیمه کې داسې خبر شوی یم چې د یو چا ورور مړ شوی دی او اخر یې رسیده ګي ورته نشوه کولای چې خپل ورور په مړینې وویني."
د ده په خبره، پر پوله پرتو پاکستانیو امنیتي سرتېرو یوازې دومره وکولای شول چې "د جګې غونډۍ پر سر یې ودراوه چې دغه دی د ورور جنازه دې روانېږي."
د کونړ د دانګام ولسوالۍ حاجي نثار احمد وايي، "په دغه سیم خاردار باندې" نه یوازې "وروڼه په خپل منځ کې تقسیم شوي" بلکې ځمکې او جایدادونه یې هم ورڅخه پاتې شول.
نوموړی خپله له شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکې بې برخې شو.
د ده په خبره، د اغزن تار له وجې د ولس د څېړۍ او خونانو (ځنګلي زیتون) ځنګل او غر هغې خوا ته پاتې شو.
دی وايي، دا غر او ځنګل د سیمې د خلکو د پیسو ګټلو یوه وسیله وه.
ګاډي ولاړ وي، خلک ولاړ وي. نو د باړ له وجې زموږ دواړو خواوو ته غرونه هم نیم شوي، کورونه هم نیم شوي او موږ تللای هم نشو.زوهېب وزیر
ورته خبره د مومندو نادر منان کوډاخېل هم کوي او په وینا یې، "زرګونه نه، لکونه جریبه ځمکه، څړځایونه او غرونه هغې خوا ته پاتې شوي."
د کورمې، جنوبي او شمالي وزیرستانونو، خوست، پکتیا او پکتیکا یو شمېر اوسېدونکو هم مشال راډیو ته وویل چې کرهنیزه ځمکه، ودانۍ، څړځایونه، د ځڼغوزیو او نورو مېوو ځنګلونه او غرونه چې لرګي به یې ورڅخه ترلاسه کول، ورڅخه پاتې شول او زرګونه خلک بېروزګاره شول.
د پاکستان په قبایلي ضلعو او ورسره پر کرښه د افغانستان د ولایتونو غرونه او ځنګلونه له پخوا راهیسې د دولت پر ځای د ولسونو تر واک لاندې پاتې شوي او د هغو سیمو اوسېدونکو یې د جرګو له لارو د بېلا بېلو برخو ملکیت ټاکلی وو.
سفري خنډونه او د دودیزو اړیکو پرې کېدل
د جنوبي وزیرستان زوهېب وزیر وايي، د باړ او د انګور اډې پر وره د محدودیتونو له وجې د خلکو تګ راتګ ګران شوی دی.
دی وايي، امنیتي ځواکونو "پر باړ ماینونه لګولي دي، پر هغې باندې څوک حرکت نشي کولای، په مېن ګېټ (عمومي وره) به درومې" خو هلته "ډېرې مسلې دي. ګاډي ولاړ وي، خلک ولاړ وي. نو د باړ له وجې زموږ دواړو خواوو ته غرونه هم نیم شوي، کورونه هم نیم شوي او موږ تللای هم نشو. تقریباً په ۱۵ یا ۲۰ ورځو کې هم موږ د مړي، ژوندي [پوښتنې] لپاره اوښتی نشو."
د مومندو نادر منان کوډاخېل وايي، د اغزن تار له وجې اوس د یوې ګېنټې مزل په ورځو کې کوي چې د ډېورنډ کرښې هغې خوا ته د خپلوانو په غم، ښادۍ کې شریک شي.
دی وايي، له "کوډاخېلو څخه تر کامې یا مېرزا خېلو یا خوګاخېلو پورې" پخوا یو ساعت مزل وو او "دا به موږ کاوه په ۱۰۰ یا ۲۰۰ روپۍ." خو اوس "موږ له هغه ځایه راروان شو پېښور ته راشو، بیا تورخم ته، له تورخمه جلال اباد ته ولاړ شو او جلال اباده واپس خوګاخېلو یا کامې ته ورځو نو داسې ووایه چې د یو غر په یو ځای کې یې یو ورور پروت دی او د غره په بل ځای کې بل ورور پروت دی. نو په دې کې زموږ دوه یا درې ورځې [وخت] لګېږي."
د کوډاخېل په خبره، که په خپلوانو کې یې څوک مړ شي او جنازې ته ورتګ غواړي نو چې "ویزه" نه لري "څنګه به ولاړ شي؟"
دی زیاتوي، داسې ګڼ مثالونه لري چې "دې پلو ته یوه خور مړه ده هغې پلو ته یې ورور دی، هغه ورته نه دی راغلی."
د اغزن تار تر غځېدو مخکې د ډېورنډ پر کرښه پرتو ولسونو به د خپلو لانجو د هواري لپاره له یو بله مرسته غوښته او د یوې خوا خلک به د بلې خوا جرګو ته د منځګړو په توګه ورتلل.
د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته زموږ ولسونه پراته دي او موږ دواړو ته په یوه سترګه ګورو. دوی ته د ژوند په هره برخه کې مرسته رسول، موږ خپل مسوولیت ګڼو.دوا خان مینه پال
د دې لامل دا وو چې د کرښې دواړو خواوو ته پراته ولسونه یو ډول تړې، نرخونه او اصول لري.
په ټولیزه توګه د پښتنو ارزښتونه، نرخونه او دودیز قوانین تر ډېره بریده یو ډول دي خو د قبیلو پر کچ د یوې سیمې نرخونه له بلې هغې سره څه نا څه توپیر لري.
همدا لامل دی چې پر ځای د دې چې د کونړ د یوه کلي اوسېدونکي د بل خېل، ټبر یا قبیلې له مشرانو د لانجو په هواري کې د منځګړتوب غوښتنه وکړي، هغوی د کرښې له بل لوري د خپل ولس یا قام مشران وربولي.
د دانګام ولسوالۍ حاجي نثار احمد وايي، د اغزن تار له وجې اوس له باجوړه د جرګو لپاره منځګړي هم نشي وربللای.
نوموړی زیاتوي، کله به چې د ولسونو ترمنځ "خپلمنځي شخړې یا جنجالونه" پیدا شول نو "د هغې خوا خلک به دې خوا ته راوښتل د دې ختمونې لپاره. او دوی به د یو بل ډېر زیات منل په جرګو کې."
د خلکو ستونزو په اړه د پاکستان او افغانستان د حکومتونو دریځ
د پاکستان او افغانستان چارواکي وايي، د اغزن تار له وجې د ولسونو له مشکلاتو او ستونزو خبر دي.
د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د ډېورنډ پر کرښه د اغزن تار له غځولو سره د مخالفت ترڅنګ وايي، حکومت سیمه ییزو او ولایتي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې له ټولو خلکو سره لازمې مرستې وکړي.
دی وايي، "د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته زموږ ولسونه پراته دي او موږ دواړو ته په یوه سترګه ګورو. دوی ته د ژوند په هره برخه کې مرسته رسول، موږ خپل مسوولیت ګڼو. زموږ سیمه ییز او ولایتي چارواکي او هغه [چارواکي] چې د ډېورنډ د کرښې په غاړه کې مسوولیت لري، ټولو ته دا سپارښتنه شوې ده چې دوی ته به رسیده ګي کوي – د خوراکي موادو په برخه کې به رسیده ګي ورته کوي، د سرپناه په برخه کې به رسیده ګي ورته کوي – ځکه چې دا زموږ خلک دي او موږ دوی ته د مشکل په وخت کې ځان رسونه خپل مسوولیت ګڼو."
له مینه پاله مو د خلکو د جایدادونو، غرونو، ځنګلونو او څړځایونو د پاتې کېدو او د ولسونو د سفري محدودیتونو په اړه وپوښتل خو هغه له مشخص ځواب راکولو پرته د روان وضعیت ذمه وار ترهګر او طالبان وبلل او زیاته یې کړه چې طالبان په پاکستان کې پټنځایونه لري، د هغه هېواد د ګټو لپاره جنګېږي او د اسلام اباد له ملاتړه برخمن دي.
دا هغه تورونه دي چې پاکستان او طالبانو په بیا بیا رد کړي.
داسې خو کېدای نشي چې ارمي (پوځ) خپله ځمکه افغانستان ته پرېږدي.اقبال اپرېدی
د پاکستان د سرحداتو او قبایلي چارو وزارت (سیفران) پارلېماني سېکرټر او د واکمن تحریک انصاف ګوند سیاستوال اقبال اپرېدی دا نه مني چې ګواکې د اغزن تار غځولو پر وخت دې پاکستان خپله خاوره افغانستان ته ورپرېښې وي.
دی وايي، "داسې خو کېدای نشي چې ارمي (پوځ) خپله ځمکه افغانستان ته پرېږدي. خو که په ځینو ځایونو کې داسې شوي هم وي، نو د دواړو هېوادونو" د امنیتي ځواکونو ګډه غونډه دې وشي او "موږ به هم هغه ځای ته ورشو."
دی همداراز وايي، خلک دې ورته درخواست ورکړي چې دوی پوره جاج واخلي.
اپرېدی البته وايي، که د اغزن تار له وجې د پاکستان خاورې دننه له خلکو ځمکې او کورونه یا غرونه او ځنګلونه پاتې شوي وي، نو حکومت یې تاوان ورکولو ته تیار دی.
دی زیاتوي چې پر ډېورنډ کرښه د افغانستان لوري ته خلک کولای شي چې د ویزې ترلاسه کولو لپاره له ده سره شخصاً او د سیفران له وزارت سره رابطه وکړي.
د ډېورنډ کرښې لنډ تاریخ
په ۱۸۹۳ز کال کې د هند پر نیمه وچه واکمنو برتانیویانو د افغانستان له امیر عبدالرحمان خان سره د یوې موافقې له لارې د ډېورنډ کرښه کښلې وه.
د ډېورنډ کرښه ۲،۶۴۰ کیلومیټره اوږدوالی لري.
په ۱۹۴۷ز کال کې هند په دوو برخو وویشل شو او پاکستان جوړ شو.
د پاکستان حکومت له هغه وخت راهیسې د ډېورنډ کرښه له افغانستان سره رسمي او نړیوال سرحد بولي خو کابل دا پوله په رسمیت نه پېژني.
د فېسبوک تبصرې