د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل په پل خشتي جومات کې په چاودنه کې یوشمېر کسان ژوبل شوي


د طالبانو د حکومت یو چارواکی وايي، د لاسي بم برید د ماسپښین تر لمانځه وروسته شوی.
د طالبانو د حکومت یو چارواکی وايي، د لاسي بم برید د ماسپښین تر لمانځه وروسته شوی.

د کابل ښار په پل خشتي جومات کې چاودنه شوې چې پکې یوشمېر کسان ژوبل شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ مشال راډيو ته ویلي چې د اپرېل پر شپږمه د ماسپښین تر لمانځه وروسته له "نامعلوم" لوري څخه پر لمونځ کوونکو د لاسي بم برید وشو چې پکې له لومړنیو معلوماتو سره سم، شپږ کسان ژوبل شول.

خو د پېښې عیني شاهدان وايي، د ژوبلو شمېر ښايي زیات وي.

ځدراڼ زیاتوي چې د برید په تړاو یې یو مشکوک تن نیولی دی.

د حملې مسوولیت چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر درېیمه له پل خشتي جومات سره نېږدې په شهزاده سرای کې هم د لاسي بم برید شوی وو چې پکې یو کس وژل شوی او ۵۹ ژوبل شوي ول.

د طالبانو د حکومت چارواکو هغه مهال ویلي ول چې هغه برید یو غل کړی وو. په شهزاده سرای کې هم د حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

XS
SM
MD
LG