د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوادر خلکو یو میاشتنی احتجاجي پرلت ختم کړ


ګوادر کې، لسګونه زرو خلکو، د ډېسېمبر پر ۱۰مه د یوې لویې مظاهرې او لاریون پر مهال له حکومته د خپلو حقونو غوښتنه وکړه
ګوادر کې، لسګونه زرو خلکو، د ډېسېمبر پر ۱۰مه د یوې لویې مظاهرې او لاریون پر مهال له حکومته د خپلو حقونو غوښتنه وکړه

د ګوادر اوسېدونکو د خپلو غوښتنو په اړه له حکومت سره تر موافقې وروسته یو میاشتنی احتجاجي پرلت ختم کړی دی.

د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ یو پلاوي د ډېسېمبر پر ۱۶مه، په ګوادر کې د حق غوښتونکي تحریک له مشر مولانا هدایت الرحمان سره ولیدل.

بزنجو په خپله وینا کې وویل، د پرلتوالو غوښتنې جایزې دي چې حکومت به یې پوره کړي. ده وویل، اوس به د ګوادر په سمندرګي کې د لویو کښتیو له لارې د ماهیانو پر نیولو بندیز وي.تر دې وروسته مولانا هدایت الرحمان د خپل ۳۱ ورځني پرلت د ختمولو اعلان وکړ.

په ګوادر کې د زرګونو مظاهره کوونکو تحریک لومړۍ غوښتنه په سمندرګي کې د لویو کښتیو له لارې د ماهیانو پر نیولو بندیز لګول ول او ویل یې چې له دې کار سره د وړو کب نیوونکو کاروبار اغېزمن شوی او د ماهیانو نسل په ختمېدو دی.

دوی همداز، په سیمه کې د امنیتي پوستو ختمولو، د پرلتوالو پرضد د مقدمو ختمولو، د پرمختیايي چارو او له ایران سره پر پوله د سوداګرۍ لپاره د اسانتیاوو په ګډون ۱۹ غوښتنې لرلې.

په عین وخت کې د پلانونو چارو وفاقي وزیر اسد عمر هم ګوادر ته ورغلی او هلته یې خبریالانو ته ویلي چې حکومت په ګوادر کې دوه ډیمونه تیار کړي دي چې ورسره به په ښار کې د څښاک د اوبو مسله ژر هواره شي.

XS
SM
MD
LG