د لاسرسي ځای

تازه خبر

میراوس


میراوس وايي، دده په شناختي کارډ کې یې د زوکړې نېټه ۱۹۴۸م کال لیکل شوی چې په چارسده کې د تنګي ملاخیل کلي کې زیږدلی دی. خو دا تاریخ ده ته سم نه بریښي، دی وايي، کیدای شي، دی په ۱۹۶۰ م کال کې پیداشوی وي، او عمر به یې د پنځوسو کالو په شاوخوا کې وي، اوس معلومه نه ده چې دی شوخي کوي او که په رښتیا کیسه همداسې ده.
میراوس وايي سبک یې په خپل کلي ګل اباد کې ویلی او په اتم جومات کې دده په خبره ، ٬٬نهه وارې ناکامه شوی دی.٬٬ او وجه یې دی دا ښايي چې دی داسې مستانه هلک و او تر سبک یې زیات له بانډارونو او ټوکو ټکالو سره جوړه وه.
په کلي کې یې ټوټه نیمه زمکه لره ، په هغې یې زمینداري کوله، خو د سکول د زمانې نه په ټوکمار مشهورو، دده میداني کیسټونه خلکو په خپله ریکارډ کړي او په یو بل یې ویشلي وو، خو دده په وینا، په ۱۹۷۵ کال کې یې اولنی کېسټ له موزیک سېنټر څخه خپور شوی دی.
دده تراوسه ۶۶۸ کیسټونه د میوزیک سنټرونو دلارې خپاره شوي، او وايي چې دوه کیسټونه یې د خپرېدو په حال کې دي.
میراوس دوه ودونه کړي ، خو کشرۍ میرمن یې وفات شوې ده. اولادونه یې لس دي چې شپږ یې ځامن او څلور یې لوڼې دي.
میراوس ته خدای پاک دا ځواک ورکړی چې خلک وخندوي او داکار هرڅوک نه شي کولی
XS
SM
MD
LG