د لاسرسي ځای

تازه خبر

له بلوچیستان سره امتیازي سلوک بلوڅ یاغیانو ته ګټه رسوي.اېکسپرېس ټریپیون


بلوچستان- د بلوچستان نېشنل ګوند یو فعال د وژل شوي مرکزي مشر حبیب جالب تندی ښکلوي- د ۲۰۱۰ ز کال د جولای څوارلسمه
بلوچستان- د بلوچستان نېشنل ګوند یو فعال د وژل شوي مرکزي مشر حبیب جالب تندی ښکلوي- د ۲۰۱۰ ز کال د جولای څوارلسمه
اېکسپرېس ټریپیون لیکنه
ژباړه: بشير ګواښ مشال رېډيو

امتياز ګل په ایکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه کې ليکي ، بلوچستان یوه داسې صوبه ده چې له سياسي پلوه ماته ده، په ټولنيزه توګه ګوښه شوې او د اقتصاد له مخې غريبه او وروسته پاتې. په مقاله کې راغلي چې له کلونو راهيسې په بلوچستان کې سياستوال د يو بل سره په قومي او قبايلي بنيادونو سياسي ملګرتيا کوي او په دې توګه مرکزي حکومت خوشاله کوي. د ليکوال په وينا همدا وجه ده چې د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ له ۶۵ غړو څخه ۶۰ يې يا خو د کابينې غړي دي او يا هم بله دغسې قوي څوکۍ لري.

په مقاله کې راغلي چې د بلوچستان د خلکو اقتصادي حقونه نه ورکول د دې لامل شوي چې دغلته بلوڅانو پنځه واره ياغيتوب وکړ. د ليکوال په وينا د بلوڅانو سره د وفاقي حکومت او پوځ له خوا واکمن امتيازي سلوک بلوڅ روح زخمي کړی دی . په مقاله کې راغلي چې د بلوچستان خراب اقتصادي حالت، دغلته په جرمونو د ککړو وسله والو ډلو شتون، د مرکزي حکومت او پوځ ناروا سلوک او د صوبايي حکومت کمزوري بلوڅ ځواکونو په خپله ګټه کارولې. دوی د پوځ هر عمل د بلوڅانو د غلامولو په توګه اخلي.

د ايکسپريس ټريبيون په دې مقاله کې د چارواکو له خولې ليکل شوي چې په ۲۰۱۰ کال کې په فرقه ييزه هدفي وژنو په ۴۰۰ پيښو کې ۳۱۶ کسان وژل شوي. په دې هدفي وژنو کې زياتره پنجابيان او اردو ژبي شامل وو چې ۳۰ يې د تعلیمي څانګې کسان وو. په مقاله کې زياته شوي چې پوليسو د قتل ۹۰۰ او د سړي تښتونې ۵۵ کيسونه درج کړي دي. په دې کې دوه کيسونه د پخواني وزيراعظم مير ظفرالله جمالي د وريرونو د تښتونکو وو. پوليس وايي چې په بلوچستان کې ۷۸ په جرمونو ککړې ډلې شتون لري چې دوی يې له ۱۵۰ څخه زيات غړي نيولي دي. همداراز افغانستان ته تيل وړونکي ۱۳۵ ټينکرونه سوځول شوي او ۳۴ ډرايوران وژل شوي دي.

په مقاله کې راغلي چې بلوڅ سياست وال ټينګار کوي چې په زرګونو بلوڅ ملت پال ورک دي خو پاکستاني چارواکي دا شمير ۵۷ کسان ښي . ليکوال ليکلي چې په ۲۰۱۰ کال کې د بلوڅانو د حقونو د خوندي کولو لپاره د آغاز حقوق بلو چستان په نامه يو ۳۹ نکته ييز پيکيج اعلان شو. همداراز مرکزي حکومت د بلوچستان لپاره د رغونې د کارونو په برخه کې د بيليونونو ډالرو د ورکړي وعدې هم کړي.

د ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې د دې مقالې په ترڅ کې امتياز ګل زياتوي چې کيدای شي دا پيکيج بلوڅ ملت پاله يو څه خوشاله کړي خو مهمه خبره دا ده چې بلوڅانو سره مساوي رويه وشي او حقوق يې خوندي کړل شي. د ليکوال په وينا د دې کار د ترسره کولو لپاره د وفاقي حکومت د غير مخلصه خبرو پرخای ځمکني حقايقو ته کتنه ډيره مهمه ده.
XS
SM
MD
LG