د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ د مبارک استعفا ستايي


د نړۍ د هېوادونو مشرانو او لوړ پوړو چارواکو د مصر د ولسمشر حسني مبارک د تګ هرکلی کړی دی او غږ یې کړی دی چې په دې هېواد کې دې د ډیموکراسي پر لور ژر ګامونه واخیستل شي.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما په سوله ییز ډول د حسني مبارک له لورې پوځ ته د واک د سپارلو هرکلی کړی دی او ویلي يې دي چې د مصر خلکو وویل او د دوی غږ واورېدل شو او بیا به هیڅ کله مصر داسې پاتې نه شي. د اوروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د تګلارې مشرې کیترین اشټن هم د مبارک د پرېکړې هرکلی کړی دی. همداسې د جرمني، برېتانیې او فرانسې مشرانو هم دا ګام ستایلی دی او غوښتنه یې کړې ده چې په مصر کې دې ازاد انتخابات وشي.
XS
SM
MD
LG