د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ: طالبان ښځې انسانان نه ګڼي

تازه شو

د سولې نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې ملاله یوسفزۍ.
د سولې نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې ملاله یوسفزۍ.

د سولې نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې ملاله یوسفزۍ وايي، په افغانستان کې واکمن طالبان ښځې انسانان نه ګڼي او له یوې لسیزې راهیسې یې نجونه له زده کړو محرومې کړې دي.

ملالې یوسفزۍ د جنورۍ پر ۱۲مه په اسلام اباد کې د نجونو د تعلیم په اړه نړيوالۍ غونډې ته په وينا کې وويل چې په نړۍ کې ۱۲۰ ميليونه نجونې ښوونځي ته نشي تللاي.

ملالې یوسفزۍ وویل چې د دې کنفرانس هدف به پوره نشي که چیرې د افغان نجونو د تعلیم په اړه خبرې ونه کړي.

نوموړې افغانستان ته په اشاره زياته کړه، "د جنسياتي اپرتاتډ تر نظام لاندې طالبان هغو ښځو او نجونو ته سزاګانې ورکوي چې د هغوي ناسم قوانين نه مني. دوي پر هغوي تشدد کوي، نيسي يې او ورته زيان رسوي. په ساده ټکو کې به ووايم چې طالبان ښځې انسانې نه ګڼې."

ملالې يوسفزۍ زياته کړه چې طالبانو تر اوسه تر ۱۰۰ زیات داسې قوانین منظور کړي چې له ښځو حقونه واخلي.

د طالبانو حکومت د اسلام اباد د نړيوالۍ غونډې او د ملالې یوسفزۍ تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

یوسفزی: اسلامي هېوادونه دې افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره غږ پورته کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:25 0:00

تر دې وړاندې د دې غونډې جوړوونکې، د سعودي عرب غيرسرکاري ادارې، رابطه العالم اسلامي مشر وویل "په اسلام کې د نجونو پر زده کړو هېڅ بندیز نشته او هېڅوک بايد د دې لپاره شرعي بهانې ونه لټوي".

شيخ عبدالکريم العیسی د جنورۍ پر ۱۱مه اسلام اباد کې د هغې دوه ورځنۍ غونډې په لومړۍ ورځ وويل چې "پر نجونو د تعليم دروازې بندول لويه بې انصافي ده او د هغه کار لپاره بې بنیاده شرعي دلایل راوړل غلط کار دی".

شيخ عیسی که څه هم د چا نوم وانخیست، خو په دې غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د نجونو پر تعلیم بندیز مهمه موضوع بلل کېږي.

دا دوه ورځنۍ نړیواله غونډه د جنورۍ پر لسمه پیل شوه تو د جنورۍ پر ۱۲مه به ناوخته پای ته رسېږي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د دې غونډې پرانیستلو پرمهال په وینا کې وویل چې د نجونو زدکړه یوه داسې موضوع ده چې د هغې لپاره مبارزه او پانګونه زښت زيات ارزښت لري.

هغه زياته کړه چې د پاکستان په ګډون اسلامي نړۍ د نجونو لپاره زدکړو ته د مساوي لاسرسي په ډاډمن کولو کې له پام وړ ننګونو سره مخامخ ده.

د نجونو د زدکړو په اړه نړيواله غونډه کې د لسګونو هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:40 0:00

په پاکستان کې د نجونو تعلیم

شهباز شریف په عین حال کې د خپل ملک په اړه وویل چې هلته اوس هم ۲۲.۸ میلیونه هغه ماشومان له ښوونځيوو بهر دي چې عمرونه یې د تعليم کولو دي.

نوموړي وويل چې سکول ته نه تلونکي ډېری ماشومان، جبنکۍ دي. هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې د ناامنۍ، غریبۍ، د سکولونو نشتوالي او ټولنيزو محدوديتونو له وجې د نجونو د تعليم شرح له هلکانو ډيره کمه ده.

خو شهباز شريف وعده وکړه چې حکومت یې د تعليم د عامولو لپاره ګامونه اخیستي چې په څو کلونو کې به یې ښه نتيجه وليدل شي.

د جنورۍ پر ۱۱مه او ۱۲مه کېدونکې دغې نړيوالې غونډې کې د ۴۷ هېوادونو او سازمانونو شاوخوا ۱۵۰ استازي ګډون لري چې هدف يې په دې ټولنو کې د نجونو لپاره د زدکړو په وړاندې د خنډونو لپاره د عمل وړ حل لارې پیژندل دي.

د افغان طالبانو استازي په غونډه کې شریک دي؟

د پاکستان د تعلیم وزیر خالد مقبول صدیقي وايي په افغانستان کې د واکمنو طالبانو استازي د نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي هېوادونو په دې غونډه کې برخه نه اخلي.

خالد مقبول صدیقي د جنورۍ پر ۱۱مه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، "موږ افغانستان ته هم بلنه ورلېږلې وه، خو د طالبانو د حکومت کوم غړی په دې غونډه کې برخه نه اخلي."

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت يو مشر سفارتکار د جنورۍ پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې په غونډه کې د ګډون په اړه تراوسه "له کابل څخه څه نه دې ورته ويل شوي"

"په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدکړې: ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې دغه دوه ورځنۍ نړيواله غونډه د "رابطة العالم الاسلامي" په نوم د اسلامي نړۍ د غير حکومتي سازمان په نوښت جوړېږي.

د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو تر څنګ د بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو استازي په دې غونډه کې برخه اخلي او دوی په اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان کې د نجونو پر تعلیم او تحصیل د محدودیتونو په باب خبرې کوي.

د سعودي عربستان په مکه ښار کې د دغه سازمان مرکزي دفتر پر خپله ووبپاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې دا دوه ورځنۍ غونډه د پاکستان د حکومت په همکارۍ جوړوي او دا به نړۍ ته ښيي چې اسلام "د پوهې، تمدن او عالي ارزښتونو" دین دی او په ټينګه د هغو ټولو قوانینو او اعمالو "ملاتړ" کوي چې نجونې د زدکړو تر لاسه کولو "جوګه" کوي.

بيان زياتوي چې د افرادو یا ډلو لخوا هر هغه "قانون یا کړنې"، چې د نجونو د زدکړو "مخه نیسي"، له اسلامي لارښوونو سره په "ټکر" کې دي.

په غونډه کې افغانستان ولې مهم بلل کېږي؟

په اسلام اباد کې دا غونډه په داسې وخت کې کېږي چې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شویو طالبانو لا هم د ښځو پر تعلیم او کار بندیز ته دوام ورکړی دی.

هغوی د دې تر څنګ په دې وروستیو کې د افغانستان په ټولو طبي انستیتیوتونو کې د نجونو او ښځو زده کړې هم منع اعلان کړې.

ډاکترانې: د نجونو پر طبي زده کړو بندیز د مور و ماشوم د مړینو کچ خورا زیاتولای شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:56 0:00

نړیوال په پرلپسې توګه د طالبانو پر حکومت له دې کبله نیوکې کوي او هغوی د مېرمنو په وړاندې له بشري حقونو په جدي سرغړونو تورنوي.

خو د طالبانو حکومت وايي چې "دوی د شریعت په چوکاټ ښځو ته خپل ټول جایز حقونه ورکړي دي."

افغانستان د اسلامي همکاريو سازمان له ۵۷ غړو هیوادونو څخه یوازینی هغه هیواد دی چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه پکې منع دي.

XS
SM
MD
LG