نقیب الله متونوال، مشال راډیو
خوست - ودونه او خپلوۍ کول د خوښۍ کارونه دي، خو په پښتني ټولنه کې د ځينو ناوړه رواجونو له امله دا خوښۍ اوخوشالۍ په خپګان بدليږي.
په خوست کې هم دا ډول رواجونه ډير پالل کيږي، چې تر ټولو ناوړه يې ولور دى، خو د ولور ترڅنګ د ناوى او زوم د کورنيو له خوا ځينې نور شرطونه هم وي، چې دواړه خواوې يې بايد عملي کړي. خو کله، چې دا شرايط په لومړي سر کې واضح او څرګند نشي نو وروسته هرو مرو په لانجو اوښتي.
د بيلګې په ډول يو هم د واده په ورځ د ځوانانو د سوبات په نوم پيسې اخيستل دي.
کله چې د واده په ورځ ناوې د پلار له کوره ايستل کيږي، نو د کلي ځوانان يې پاټک ور ته اچوي او د خسر له کورنۍ د سوبات پيسې غواړي، چې له درې تر پنځه زره روپيو پورې وي او که يې نه ور کوي نو جنجال جوړوي.
د خوست يو تن اوسيدونکى رسول محمد وايې، په داسې وخت کې واده والا سره ښځې هم وي نو هغوى ته مزاحمت کيږي او بده وي، چې موټر يې ودريږي.
د خوست يو بل اوسيدونکي احمد خان د واده په ورځ بيا دوه نور رواجونه يادوي، چې ستونزې جوړوي. چې هغه هم د ځينو شيانو اخيستل او د واده په ورځ د ميلمنو شميره ده.
(( د واده په ورځ خسر خيل د ناوې کورنۍ ته ورا ور ولي خو شميره يې له هغې زياته وي، چې دوى وړاندې سره ښودلې وي او بل زه د ساعتونو دوکاندار يم ډير ځله دا سې کيږي، چې د ناوې کورنۍ د هلک له کورنۍ يو اصيل ساعت غواړي، خو بيا يې بيه نه وي معلومه کړي. نو اصيل ساعتونه تر دوو لکو پوري هم وي، چې وروسته بيا نه سره جوړيږي.))
د ولور په يو لک، لس زره روپۍ بيا د ناوې ماما د کابو په نوم اخلي، چې په دې هم کله کله لانجې جوړيږي.
په اړه يې د خوست د مندوزيو اوسيدونکى حاجي فضل وايي، چې دا يو بل ناوړه رواج دي، چې ماما د کابو په نوم پيسې اخلي او بيا دوى ورته د خوښې خلاف ځينې شيان اخلي.
نو ايا د دې ناوړه دودونو له منځه وړلو او يا اصلاح لپاره قومي مشرانو او ديني عالمانو څه هڅې کړي؟
په اړه يې قومي مشر ملک حسن خان او مولوي ګل محمد وايي:(( په اوس وخت کې خپلسري زياته ده، څوک د مشرانو او عالمانو خبروته غوږ نه ږدي. دوى هڅه کوي، چې ښه وي او کنه خو، چې خلک يې ياد کړي.))
د يادونې ده، چې په خوست کې په ودونو کې د يادو رواجونو ترڅنګ ځينې نور ناوړه رواجونه هم شته، چې ډير ځله يې خپلوۍ په تربګنيو اړولې.