د لاسرسي ځای

تازه خبر

و يسا وايي له کندهاره هیچا مهم اسناد نه دي ايستلي


د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا

سید ساه سقیم – مشال راډیو

کندهار:- د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د يوې خبرې غونډې پر مهال په مشرانو جرګه کې د کندهار د خلکو د استازي بسم الله افغانمل ادعاوې او د رسنيو هغه راپورونه رد کړل چې ويلي يې وو څه موده وړاندې يو تن جعلي سناتور له کندهاره مهم مالومات له ځان سره وړي دي.

توريالى ويسا وايي د محمد اصف سرحدي په نامه کس کندهار ته په يو غير رسمي سفر راغلى وو او غوښتل يې دلته يو موزيم جوړ کړي چې وروسته بيا ورسره موافقې ته ونه رسېدل .

دى وايي سرحدي د ډنډ او معروف والسواليو ته ځکه تللى وو چې غوښتل يې هلته د شېر سرخ مزار او د امير دوست محمد خان کلا وويني.

ويسا وايي سرحدي له ځان سره هيڅ ډول اساند او محرم مالومات نه دي وړي.

(( دا يو افغان دى ، دلته کندهار ته د يو بيزنيس د خلاصېدو د پاره راغلى وو او ويل يې چې د غواړم دلته يو موزيم خلاص کړو. تر کومه ځايه چې مالومات لرو دى په کابل کې د سلطاني موزيم غړى دى او په هرات کې هم موزيم لري. دا خبرې هيڅ اساس نه لري چې سرحدي دي چا امنيتي ځاى ته بېولى وي او ته دي يې اسناد ورښکاره کړي وي دا يو تهمت دى ))

د ويسا په خبره د اصولو له مخې يې د موزيم د جوړولو لپاره د اصف سرحدي په نامه راغلى کس د اطلاعاتو او کلتور رياست ته لېږلى او وروسته دغه موضوع اړوند وزارت ته هم لېږدول شوې ده.

په دې سربېره توريالي ويسا د ده په اداره د بې کفايتۍ لګول شوي تورونه هم رد کړل او زياته يې کړه چې په درې کاله کې زياتې لاسته راوړنې لري.

ويسا وايي چې په تېرو دريو کالو کې يې د کندهار تر سلو زيات ځوانان د زده کړو د پاره بهرنيو هېوادونو ته لېږلي، ټولې ولسوالۍ يې د دولت په واک کې کړې او هلته يې په لسګونو مامورين پر دندو ګمارلي او په دې سربېره يې د ټول هېواد په کچه د طبي علومو او ساينس انسټيټوټ جوړ کړى دى.

(( که په ښار کې د دريو کالو په موده کې د سلو کيلو ميټره سړکانو ډامبر کول بې کفايتي وي دا بې کفايتي موږ لرو. زه چې راغلم په کندهار د څلور نيم سوه مکتبونو له جملې څخه سل خلاص وو خو اوس د خلاصو مکتبونو شمېر درې نيم سوه ته رسېږي، زما تر راتګ له مخې په کندهار د شاګردانو تعداد د يو لک په شا و خوا کې وو خو اوس يو لک او دو نوي ته رسېدلي دي . که دا بې کفايتي وي نو دغه بې کفايتي رښتيا هم په کندهار کې شته ))

تېره ورځ د ملي امنيت عمومي رياست هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هغه راپورونه رد کړي وو چې ګواکي يو جعلي سناتور د کندهار له بېلابېلو ادارو مهم سندونه تر لاسه کړي دي.

تر دې وړاندې د کندهار والي وياند رسنيو ته ويلي وو چې راغلى کس پخوانى سناتور دى او کندهار ته د موزيم جوړلو په موخه راغلى وو .

په دې سربېره د ډنډ ولسوال احمد الله نازک له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال منلې وه چې د اصف سرحدي په نامه کس يې والسوالۍ ته ورغلى وو او له ده څخه يې د امنيتي چارو ، لاسته راوړنو او پلانونو په اړه بشپړ مالومات اخيستي وو.
XS
SM
MD
LG