خدای نور ناصر - مشال راډيو
ګلستان:- له کوټي څخه شمال لوېدیځ لور ته د کلا عبدالله ګلستان سیمه پرته ده، چې په ګلستان کارېز هم پېژندل کېږي.
ګلستان:- له کوټي څخه شمال لوېدیځ لور ته د کلا عبدالله ګلستان سیمه پرته ده، چې په ګلستان کارېز هم پېژندل کېږي.
په دې سیمه کې د پښتنو يو شمېر نامتو مخکښان لکه خان عبدالصمدخان اڅکزی، د هغه زوی محمودخان اڅکزی چې دا مهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشري کوي زېږېدلي دي.
د پښتنو د یو شمېر قبیلو لکه د اڅکزو، سیدانو، کاکړانو او ترینانو دا ټاټوبی یوخت د لروبر پښتنو د مېلو یو مشهور مرکز وو. خو دا مهال یو له ناامنه سیمو ګنل کېږي. ددې سیمې د سپين ږیرو په وینا ګلستان چې څه باندې دوې لسیزي وړاندي به مېلې پکې کېدې اوس نه هغه مېلې شته او نه هم د پخوا غوندې امنیت لري.
د ګلستان د مېلو په اړه ددې سیمې يوه سپين ږيري خېر محمد وايي: (( د ګلستان میلې مي ټولي په یاد دي. داسي میلې به وې چي څه درته ووایم. په دې میلې کې به سندرې وې، اتڼونه به وو او غېږي به کېدې. ماته خپله غېږو سخت خوند راکاوو.))
د ګلستان سیمې يوه بل سپن ږیرۍ وايي، دوې لسیزي وړاندې د دوی په سیمه کې پرتو قبیلو دسیمې د امنیت لپاره او پرمختګ لپاره ډېر ښه رول لوباوه. خو دده په خبره شاوخوا ۲۱ کاله وړاندي بیا ددې سیمې د دوو قبیلو تر منځ بدۍ نه يواځې د ګلستان هغه امنیت له منځه يووړ، بلکې هغه میلې چې له نورو هیوادو څخه به ورته پښتانه راتله، هم د تل لپاره ختمې کړې.
(( پخوا دلته قبایلي زندګي او قبایلي ژوند وو. دلته پرتو قبیلو له يو بل سره ښه چلند ددې لپاره کاوو. چې خدای مه کړه څه بده پېښه ونه شي. د يوې بلي قبیلې به يې ډېر خیال ساتو. هیڅ يوې قبیلې به په بلې قبیلې تیری نه کاوو. ددې له امله چي ګواکې داسي نه چې بد پېښ شي. ځکه چې ددې سیمې وګړيو په شاوخوا کې داسې بدۍ لیدلې وې. او د بديو بد وخت ورته مالومېده.))
دده په خبره تر دې وروسته چې په ګلستان کې قبیلوي شخړي پېل شوې، په سلګونو کورنیو له ګلستانه نورو سیمو ته کډي وکړې او د ګلستان ټول ښار په کنډوالو بدل شو.
ددې سیمې وګړي وايي، په اوس وخت کې ګلستان نه يواځې دا چې امنیت يې ښه نه دی. بلکې د دوی په خبره په سیمه کې د نشيي توکیو د کښت له لاسه ځوانان په نشو روږدي کړي دي. يوه سپین سرې مور چې دوه زامن يې په نشو اخته دي، وايي: (( دلته په ګلستان کې کوکنار بیخي زیات کرل کېږي. ځوانان يوه بل ته ګوري او اخر په دې نشو روږدي شي. ما دا زامن په داسي سختیو لوی کړي چې د لاسو رګونه مي وشکېدل. دوی نن ماته د اوور بلېدو لپاره یو لرګی نشي راوړﺉ. بس هر ځای چي کنډواله پیدا کړي په کې ناست وي او خپلي نشې کوي. ))
له دې سره چې هغه وخت چې په دې سیمه کې امن وو، خوشالۍ وې. د اوسېدونکو په وینا ګلستان به د ګلونو په څېر تراو تازه وو. ټوله سیمه به يې شنه ښکارېده، کر کرونده به ښه کېده او ټوله سیمه به يې سمسوره وه.
د ګلستان د کرهنې په اړه سپين ږيرۍ عالم خان وايي: (( پخوا به بارانونه کېده. کرهنه به ښه وه. خو له بده مرغه کله چې په سیمه کې قبیلو په بديو لاس پوري کړ. نو نه يواځې دا چي کاریزونه وچ شول. بلکې بارانانو هم بند شول. وچکالۍ ټوله کرهنه خرابه کړه. اوس دا دی تاسو يې وینۍ چې په ټول ګلستان کې يوشنه ونه هم نه ښکاري))
په داسي حال کې چي دا وخت هم په ګلستان سیمه کې د امنیت ښه نه دی. د پښتنو د بېلا بېلو قبیلو تر منځ لاهم بدۍ شتون لري. خو د سیمې وګړي وايي، نور ددې توان نه لري چې بديو ته دې دوام ورکړي. او له همدې قبیلو څخه غوښتنه کوي، چې د بدیو پر ځای دې روغي وکړي ځکه چې ددوی په خبره ګلستان سولي ته اړتیا لري.