د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل مظاهرې، د جنګي مجرمانو د محاکمې غوښتنه



حمید مومند، مشال راډیو

کابل -
په افغانستان کې که څه هم له ډیره وخته د جنګي مجرمینو د محاکمې غوښتنه کیږي، خو دا لومړې ځل دې، چې یو شمېر خلک واټونو ته راوځي، د هېواد پخواني جهادي او سیاسي مشران په جنګي جنایتونو تورنوي او د هغوی د محاکمې غوښتنه کوي.

دا خلک، چې نارینه، ښځې، ځوانې انجونې او هلکان شامل وو او شمیر یی سلګونو تنو ته رسیده د دوشنبې په ورځ په کابل ښار کې واټونو ته راووتل او د ثور د اوومې او اتمې نیټې پر ضد یی شعارونه ورکول.

دغو مظاهره کوونکو، چې د کابل ښار د سنیما پامیر په سیمه کې واټونو ته راوتلي وو؛ د ټولو هغو کسانو د محاکمې غوښتنه یې کوله، چې په د دوی په وینا په جنګي جرایمو کې ښکیل دي.

د دې مظاهرې یو تنظیموونکي حفیظ اله راسخ واټونو ته د دوی د راوتلو اهداف داسې بیان کړل.

″موږ غواړي دریو لسیز جنایتونه چې په افغانستان په ځانګړي توګه په کابل کې شوي دي؛ وغندو او هغو کسانو چې جنایت یې کړی دی، غواړو چې د محاکمې میز ته یې راکاږو او هغه کسان چې نن د افغانستان په دولت باندې برلاسي دي او د هغوی لاسونه د خلکو په وینو سره دي، غواړو چې دوی د دولت له چوکاټه وایستل شي او دوی په یوه ازاد، ملي او نړېواله محکمه کې محاکمه شي. ″

دا مظاهره د ملي پیوستون ګوند له خوا تنظیم شوې وه، چې د مسوول په وینا یې د هیواد په پنځه ویشتو ولایتونو کې له دېرشو زرو زیات ملاتړې لري.

مظاهره کوونکو د ثور د اوومې نیټې د کودتا چیانو، پخوانیو جهادي مشرانو، طلب مشرانو او د اوسني نظام د مشرانو او چارواکو انځورونه په داسې حال کې له ځانه سره لیږدول، چې په مخونو یې کرښې راښکل شوې وې.

په دغو انځورونو کې د ولسمشر کرزي، د مارشال فهیم، کریم خلیلي، د کابینې د غړو، د حکومت د سیاسي اپوزسیون د مشرانو ډاکټر عبداله، یونس قانوني، محمد محقق، جنرال دوستم او استاد سیاف او نورو مشرانو او چارواکو انځورونه شامل وو.

د دې ترڅنګ داسې شعارونه هم لیږدول کیدل، چې په کې ځینې جهادي مشران د ځینو کسانو په وژنې تورن شوې وو.

له بل لوري په دې مظاهره کې، ځینو داسې کسانو هم برخه اخستې وه، چې له دغو پیښو یې په زړونو کې دردونه درلودل.

″ما خپل دوه ترونه او دوه ماماګان له لاسه ورکړي، په هغو جګړو چې دوی د قدرت د ترلاسه کولو لپاره وکړې، کله چې مجاهدین واک ته ورسیدل، دوی تر خپل منځ کورنۍ جګړې پیل کړې. ″

تر دې مخکې د ثور د اتمې نیټې په درشل کې یو شمیر ځوانانو، چې ځان د خپلواکۍ غوښتونکو ځوانانو ډله بولي د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې د جهادي مشرانو انځورونه خپاره کړي وو او ترڅنګ یې د ثور د اوومې او اتمې نیټې پر ضد شعارونه هم لیکلي وو.

په دې شعارونو کې دا هم ذکر شوي وو، چې دوی حاضر نه دي پخوانیو جهادي مشرانو ته د کابل د اویا زره اوسیدونکو وینا وبخښي.

خو د ملي پیوستون د ګوند یو چارواکي وویل، چې دوی له هغې ډلې سره هیڅ راز تړاو نه لري او دا د دوی خپل اقدام دی.

په کابل کې د جنګي مجرمینو د محاکمې دا غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې په تیرو لسو کلونو کې موجوده نظام په دې برخه کې هیڅ راز اقدام نه دی کړی او د انتقالي عدالت موضوع لا هم په خپل ځای پاتې ده.
XS
SM
MD
LG