د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماشومانو خیر غوښتل او مزدوري کول (بحث)


دا ماشوم بهادر نومېږي او په جلال اباد کې ژاولې خرڅوي
دا ماشوم بهادر نومېږي او په جلال اباد کې ژاولې خرڅوي

د افغانستان د ننګرهار له بېلا بېلو سیمو ګڼ شمېر بې وزله کورنۍ د جلال اباد ښار په اطرافو کې، په خیمو کې اوسي.

په دوی کې اکثره کورنۍ بې سر پرسته دي، او داسې کورنۍ هم شته چې سر پرست لري، خو بیا هم په خپلو ماشومانو یا خو خیر ټولوي، او یا هم د خرڅلاو له پاره په لاسو کې یو څه ورکوي.

یو ماشوم چې مور و پلار د پیسو په ګټلو مجبوره کړی دی شا و خوا اووه کالن دی او سهار مهال ښوونځي ته ځي.

بیا تر ماخوستنه په هوټلو ګرځي او ژاولې خرڅوي. له دې ماشوم سره د مشال راډیو خبریال باز محمد عابد خبرې کړې دي.

دا ماشوم وايي، که پیسې و نه ګټي نو بیا مور و پلار وهي.

د دې ماشوم له کیسې په الهام اخیستو د مشال راډیو پامیر ساحل په سلام پښتونخوا خپرونه کې له اورېدونکو سره خبرې کړې دي:

دا هر څه تاسې لاندې د غږ په ځای کې اورېدای شئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:48:48 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG