د (پښتانه، په نړۍ کې) پاڼې ته ښه راغلاست.
که څه هم پښتنو څه باندي ۵۰۰۰ کاله وړاندې د افغانستان د بلخ په خوا و شا کې استوګنه خپله کړه او آريايي مدنيت يې جوړ کړی خو د وخت په تېرېدو سره پښتنو د نړۍ بېلا بيلو سيمو ته کډوالي وکړه چې لومړۍ يې هندوستان ياديږي.
په (پښتانه، په نړۍ کې) نننې پروګرام کې به هندوستان ته د پښتنو د کډوالۍ او هلته د دوی د اوسني ژوند په اړه مالومات تر لاسه کړئ.
دا خپرونه هره اوونۍ تاسې ته مشال راډیو جوړوي.
خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.