د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان انتخابات: د ووټونو شمېرلو عمل پیل

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه روانه ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه.

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه پای ته رسېدلې ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه چې بې له وقفې به د مازیګر تر شپږو بجو روانه وه.

تر دې وروسته د ووټونو د شمېرلو عمل پیل شوی دی.


د پاکستان انتخاباتو په ترځ کې په ټول هیواد کې سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي ول.

د پاکستان تحریک طالبان د انتخاباتي عمل په نښه کولو ګواښ کړی وو.

۱۴:۰۱ ۱۱.۵.۲۰۱۳

تازه خبر: د قبایلي سیمې خیبر (۴۶مې) حلقې یانې د باړې او تیرا بې کوره شویو خلکو له پاره د جمرود په شا کڅ کې په جوړو شویو ۳۸ پولېنګ سټېشنو کې ووټ اچولو عمل درېدلی دی.


د یادې حلقې ووټران وايي، په ووټر لېسټ کې ډېرې تېروتنې دي او په سم ډول نه دی جوړ کړل شوی.

د دوی په خبره، د زیاتره کسانو نومونه د شا کڅ لیویز مرکز پولېنګ سټېشنو کې نه شته.

خلک وايي، په دې ځای کې د ځینو کاندیدانو (امېدوارانو) د پلویانو تر منځ ډزې هم شوې دي.

په دې اړه لا د الېکشن کمېشن دریځ مخې ته نه دی راغلی.
۱۳:۵۴ ۱۱.۵.۲۰۱۳
په بنو کې خلک ووټ اچوي
په بنو کې خلک ووټ اچوي
۱۳:۴۲ ۱۱.۵.۲۰۱۳

تازه خبر:


په کچلاغ کې پولیس وايي، پر پولېنګ سټېشن د لاسي بم حمله شوې ده.

په دې پېښه کې پینځه کسان ژوبل شوي دي.
۱۳:۴۰ ۱۱.۵.۲۰۱۳

تازه خبر:


د بلوچستان په چمن کې د عوامي نیشنل ګوند د یوه امېدوار او د یوه ازاد نوماند تر منځ ډزې شوې دي.

د لیویز یوه چارواکي عبدالباري مشال راډیو ته وویل، په دې نښته کې پینځه کسان وژل شوي دي.

ازاد نوماند د پاکستان پوځ پخوانی کیپټن دی او عبدالخالق نومېږي.

د عوامي نیشنل ګوند کاندید اصغر خان اڅکزی نومېږي.

د دواړو تر منځ په ډزو کې درې کسان ژوبل شوي هم دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG