د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان انتخابات: د ووټونو شمېرلو عمل پیل

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه روانه ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه.

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه پای ته رسېدلې ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه چې بې له وقفې به د مازیګر تر شپږو بجو روانه وه.

تر دې وروسته د ووټونو د شمېرلو عمل پیل شوی دی.


د پاکستان انتخاباتو په ترځ کې په ټول هیواد کې سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي ول.

د پاکستان تحریک طالبان د انتخاباتي عمل په نښه کولو ګواښ کړی وو.

۱۳:۳۴ ۱۱.۵.۲۰۱۳
په شمالي وزیرستان کې په جوماتونو کې اعلانونه شوي دي چې ښځې به ووټ نه اچوي.

په اعلان کې ویل شوي، نور هر کس کولای شي چې په سوله ییزه توګه رایه ورکړي.
۱۳:۴۰ ۱۱.۵.۲۰۱۳

تازه خبر:


د بلوچستان په چمن کې د عوامي نیشنل ګوند د یوه امېدوار او د یوه ازاد نوماند تر منځ ډزې شوې دي.

د لیویز یوه چارواکي عبدالباري مشال راډیو ته وویل، په دې نښته کې پینځه کسان وژل شوي دي.

ازاد نوماند د پاکستان پوځ پخوانی کیپټن دی او عبدالخالق نومېږي.

د عوامي نیشنل ګوند کاندید اصغر خان اڅکزی نومېږي.

د دواړو تر منځ په ډزو کې درې کسان ژوبل شوي هم دي.
۱۳:۴۲ ۱۱.۵.۲۰۱۳

تازه خبر:


په کچلاغ کې پولیس وايي، پر پولېنګ سټېشن د لاسي بم حمله شوې ده.

په دې پېښه کې پینځه کسان ژوبل شوي دي.
۱۳:۵۴ ۱۱.۵.۲۰۱۳
په بنو کې خلک ووټ اچوي
په بنو کې خلک ووټ اچوي

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG