د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان انتخابات: د ووټونو شمېرلو عمل پیل

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه روانه ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه.

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه پای ته رسېدلې ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه چې بې له وقفې به د مازیګر تر شپږو بجو روانه وه.

تر دې وروسته د ووټونو د شمېرلو عمل پیل شوی دی.


د پاکستان انتخاباتو په ترځ کې په ټول هیواد کې سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي ول.

د پاکستان تحریک طالبان د انتخاباتي عمل په نښه کولو ګواښ کړی وو.

۱۴:۰۱ ۱۱.۵.۲۰۱۳

تازه خبر: د قبایلي سیمې خیبر (۴۶مې) حلقې یانې د باړې او تیرا بې کوره شویو خلکو له پاره د جمرود په شا کڅ کې په جوړو شویو ۳۸ پولېنګ سټېشنو کې ووټ اچولو عمل درېدلی دی.


د یادې حلقې ووټران وايي، په ووټر لېسټ کې ډېرې تېروتنې دي او په سم ډول نه دی جوړ کړل شوی.

د دوی په خبره، د زیاتره کسانو نومونه د شا کڅ لیویز مرکز پولېنګ سټېشنو کې نه شته.

خلک وايي، په دې ځای کې د ځینو کاندیدانو (امېدوارانو) د پلویانو تر منځ ډزې هم شوې دي.

په دې اړه لا د الېکشن کمېشن دریځ مخې ته نه دی راغلی.
۱۴:۲۸ ۱۱.۵.۲۰۱۳
په سوات کې د ووټ اچولو پر وخت د امنیت ساتلو له پاره امنیتي سرتېري ولاړ دي
په سوات کې د ووټ اچولو پر وخت د امنیت ساتلو له پاره امنیتي سرتېري ولاړ دي
۱۴:۲۹ ۱۱.۵.۲۰۱۳
په سوات کې تر ووټ اچولو مخکې د خلکو تالاشي روانه ده
په سوات کې تر ووټ اچولو مخکې د خلکو تالاشي روانه ده
۱۴:۲۹ ۱۱.۵.۲۰۱۳
په دیر کې خلک ووټ اچوي
په دیر کې خلک ووټ اچوي

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG