امريکايي نړيوالې مرستندویه ادارې ادارې يو ايس ايډ په پاکستان کې د ماشومانو د لیک لوست کچې اوچتولو لپاره نژدې ۱۶۰ میلونه ډالره مالي مرسته اېښې چې د نړیوالې ژغورنکې کمېټې( انټرنېشنل ريسکيو کميټۍ) په همکارۍ به لګول کېږي.
د آی آر سي (انټرنيشل ريسکيو کميټۍ) د پاکستان وياند خرم مسعود مشال راډيو ته وويل، چې د ماشومانو زده کړو لپاره به آی آر سي له لسو نورو مقامي ادارو سره یو ځای اته دېرش زره ښوونځیو (سکولونو) کې د لیک لوست معيار ښه جوړولو لپاره کار کوي او د دې لپاره به څلور نوي زره استاذانو ته روزنه ورکول کېږي.
دی زياتوي چې پاکستان په هغه يو څو ملکونو کې شامل دی چرته چې تعليمي شرح کې کموالی راروان دی او تر ۲۷ لاکه پورې ماشومان له ابتدايي ښوونځيو بې برخې دي.
دی وايي،” دا پنځه کالنه پروژه ده چې له روانې سیپټمبر مياشتې نه به شروع شي او تر ٢٠١٨ م کال پورې به جاري وي. تاسو وګوری چې دومره لوی ملک دی، نو زما په خيال ١٥٠ يونيورسټيانو کې به موږ دا کار شروع کوو. چې ماشومانو لپاره استاذانو ته به د ښوونې روزنه ورکول کېږي. تاسو ته مالومه ده چې اتلس کالو پورې وړيا تعليم دی. هغه بيا يو قامي ذمه واري ده چې هم قامي ادرې به يې کوې لکه د لوړو زده کړو کميشن او د تعليم صوبايې محکمې او موږ به له دو سره خپلې مرستې کوو"
د پاکستان لیک لوست پروژې (پاکستان ريډنګ پروجيکټ) په باب د پيښور يونيورسټۍ پخواني وايس چانسلر پروفيسر قبله اياز مشال راډيو ته وويل چې دا يو ښه ګام دی او په کار ده چې دا عمل په سنجيدګۍ سره پر مخ یووړل شي. نو یو ښه بدلون راتلای شي.