د لاسرسي ځای

تازه خبر

شنګهای سازمان په سيمه کې لوی بدلون راوستلای شي


د شنګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو بېرغونه
د شنګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو بېرغونه

د شنګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱م کال کې رامنځ ته شو چې د سيمې د هيوادونو تر منځ پر اقتصادي، سياسي او پوځي همکارۍ تمرکز کوي.

نن د کرزغستان په پلازمېنه بشکيک کې د شنګهای همکارۍ سازمان ديارلسمه سرمشريزه پېل شوې چې دوې ورځې به دوام ولري.


د شنګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱م کال کې رامنځ ته شو چې د سيمې د هيوادونو تر منځ پر اقتصادي، سياسي او پوځي همکارۍ تمرکز کوي. په دې سازمان کې د منځنۍ آسيا د هيوادونو سربېره چين او روس غړيتوب لري او افغانستان، پاکستان، هند، ايران او منګوليا ته بيا د څارونکې حيثيت ورکړل شوی دی.

افغان ولسمشر حامد کرزی هم په دې سرمشريزه کې د ګډون لپاره بشکيک ته تللی او د دې غونډې په څنډه کې به د چين، روس، ایران او قرغزستان له مشرانو سره ګوري. په سيمه کې د شنګهای سازمان پر رول او د افغانستان لپاره د دې پر ارزښت زموږ همکار احمد شاه اعظمي په کابل کې د سياسي او سيمه ايزه چارو له کارپوه پروفېسر نصر الله ستانکزي سره مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتلي چې شانګهای سازمان د سيمې لپاره څه ارزښت لري؟ پروفېسر ستانکزی يې په ځواب کې وايي.....

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG