د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.
د پوځ عامه اړیکو ادارې( ای ایس پي ار ) د جنورۍ پر ۱۵مه په خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي چې امنیتي سرتېرو د جنورۍ پر ۱۴مه شپې ناوخته د استخباراتي معلوماتو پر اساس په سپینوام کې کاروايي وکړه.
بیان وايي، د عملیاتو پر مهال په ډزو کې څلور مشکوک وسلوال، چې د "ولسي وګړو د هدفي وژنو" تر څنګ په "بېلابېلو ترهګرو فعالیتونو کې ککړ" ول، ووژل شول او ورڅخه یې وسله هم ترلاسه کړه.
پوځ دا نه ده روښانه کړې چې هغه کسان د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه کومې وسلوالې ډلې یې هم د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
پوځ د جنورۍ پر ۱۲مه د بلوچستان په کچي سیمه کې د عملیاتو پر مهال د ۲۷ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.
پوځ تر دې څو ورځې مخکې ویلي ول چې د جنورۍ پر شپږمه او اووه یې د خيبر پښتونخوا په پېښور، مومندو او کرک کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په درو جلا جلا عملیاتو کې ۱۹ مشکوک وسلوال وژلي. ای اېس پي ار هغه مهال ویلي ول چې په نښتو کې یې درې سرتېري هم وژل شوي دي.