پښتو ژبه له پېړیو پېړیو راهیسې د لرغونو پښتنو یوه پراخه علمي پانګه لري، او له دې علمي پانګې باید ټول پښتانه ګټه پورته کړو. خو له دې سره سره چې کله هم یوه پردۍ ژبه زدکول وي نو د هغې ژبې ټکي باید د پښتو له ویوکو (الفاظو) سره پرتله کړل شي چې په پښتو کې ورته څه وایو، دا به مو د زدکړې اوږد مزل رالنډ کړي.
لکه د بېلګې په توګه په یوناني ژبه کې Philosophy له دوو ويوکو جوړه ده فیلو Philo او Sophy. د فیلو معنا مینه او د سوفي یا سوپي معنا پوهنه او علم. نو که موږ فلسفي د یوناني هغه ووایو هم خو چې په پښتو کې یې په معنا پوه یو او که چیرې غواړو د پښتو خپل ویوکی ورته ولرو دا نو بیا د ژبپوهانو کار دی چې هغوی ورته پوهمل، علمدوست، پوهخوښی، علمخوښی یا هر ویوکی ورته جوړوي خو چې تر څو یې خپلې ژبې ته وانه ړوو نو په پردو ژبو کې زدکړه تر لاسه کول ګرانه ده.
ژبه خپله یو علم دی، او موږ باید پښتو له پامه ونه باسو.
د جنوبي افریقا د ازادۍ سالار نېلسن منډېلا وايي، که تاسو یو چا ته په پردۍ ژبه خبرې کوی نو د هغه سر ته خېژي خو که په خپله مورنۍ ژبه ورته غږېږۍ نو زړه ته یې لوېږي.
که پښتانه غواړي چې په علمي ډګر کې له نورو ولسونو شاته پاته نه شي نو یوازنۍ لاره یې د پردو ژبو علمونه خپلې ژبې ته راژباړل دي. او داسې راژباړل دي چې هغه د یو انګلیسي لیکوال جورج برو په خبره: ژباړه لکه د غږ کټمټ یا هوبهو ازانګه چې څنګه له خولې ووته باید همدغسې یې په غوږو واورې. او د کتو او اورېدو لپاره دوه سترګې او دوه غوږونه هم د دې لپاره دې چې لیدل او اورېدل ښه وکړای شو.
که څه هم ژباړه هغسې نه وي لکه څنګه چې په لومړۍ ژبه کې لیکل شوې وي. یو ژبپوه بیا د ژباړې په اړه وايي، چې دا لکه د یوه ټغر (غالۍ، قالین) چپه خوا. خو دا خوا زموږ د علمي خوا د پرمختګ لپاره د ملاتیر غوندې ارزښت لري.
په نړۍ کې علمونه لکه فېزیکس(طبعیات)، کېمیا، بایولوژي، کرڼه، فلسفه، طب او بیا په هغه کې ګڼې برخې، اقتصاد، ټولپوهنه، وګړپوهنه، نړۍ پوهنه، انجینیېرینګ او بیا په هغه کې په لسګونه برخې، کمپویټر، ټېکنالوژي او داسې ګڼ نور هغه که وپلټو او د دوی ټول کتابونه راغونډ کړو نو تر ۵۰۰ زیات نه جوړېږي، او دا غونډ کتابونه پښتو ته اړول غواړي. بې له دې د پښتنو د علمي پرمختګ مزل به لکه د سکو یا شمشتۍ هومره ورو وي.
د لیکونکي ټویټر: mashaalkasim@
فېسبوک: Qasim Khan Mandokhail