د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حافظ ضیا احمد پر خپل اېکس ایکاونټ کې لیکلي دي چې دواړو مشرانو د مارچ پر ۲۲مه په ترسره شوې دې لیدنه کې په دوه اړخیزو معاملاتو ګټورې خبرې کړې دي.
زلمی خلیلزاد د مارچ پر ۲۰مه د یرغملیانو په چارو کې د امریکايي ولسمشر د ځانګړي استازي ایډم بویلر په ګډون له یو پلاوي سره یوځای په نااعلان شوي سفر کابل ته ورغی او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.
د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان راشد د مارچ پر ۱۵مه په کابل کې له شخصي ټېلېوېژن شمشاد سره په مرکه کې وویل، ۲،۵۰۰ افغانان په پاکستانیو او ۸،۰۰۰ په ایرانیو زندانونو کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر شپږمه د پلازمینې اسلام اباد په ګډون په یو شمیر ښارونو ۱۹۰ افغان کډوال نیول شوي وو.
په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند وايي د پاکستان له حکومت سره یې د افغانانو پر برخلیک خبرو ته دوام ورکړی دی.
هغه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مارچ پر شپږمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ګڼې کورنۍ د ننګرهار ولایت لالپورې ولسوالۍ او نورو ځایونو ته کډه شوې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته