لویه جرګه نن د پنجشنبې په ورځ شاوخوا لس نیمې بجې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په وینا پرانیستل شوه.
کرزي په خپلو خبرو کې تر ډېره د دې جرګې په اصلي اجنډا ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دې جرګې کې به د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند په اړه خبرې وشي