د لاسرسي ځای

تازه خبر

''موږ بلوڅان یو ځکه ځورول کېږو''


بلوچستان کې د تېښتولو ضد لاریون کراچۍ ته ورسېد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

بلوچستان کې د تېښتولو ضد لاریون کراچۍ ته ورسېد

''زما زوي له اتو میاشتو راهیسې تری تم دی. هغه له کاره راغلو او د کار جامې یې نه وې بدلې کړې چې دوی اوچت کړو او اوس هم بې درکه دی، له موږ سره دا سلوک ځکه کېږي چې موږ بلوڅان یو''

کراچۍ :د ورک کړل شوو بلوڅانو د خوشې کولو په موخه د بلوچستان له مرکزي ښار کوټې څخه د ورکو بلوڅانو لپاره غږ تنظیم له لوري چې په کې د ورکو کسانو خپل خپلوان هم ول په پښو د ۲۷ ورځو مزل وهولو وروسته د زیارت په ورځ کراچۍ ته ورسېدل.


نن دغو لاریون کونکو د کراچۍ له مواچ ګوټ سیمې تر کراچۍ پریس کلب پورې مارچ وکړ. لاریون کونکو په لاسونو کې د ورکو کړل شویو خپلو خپلوانو عکسونه نیولي ول او د دوی د خوشې کولو لپاره یې نارې وهلې.

کراچۍ ته تېره ورځ د رسېدو وروسته د مواچ ګوټ، یوسف ګوټ او نورو شاوخوا سیمو کې خلکو او زنانه و د لاریون کونکو هرکلی وکړ او کله چې له کوټې دغه شل کسیزه لاریون د کراچۍ پریس کلب ته روان شو نو پکې د شاملو خلکو او ښځو شمېر نزدې یو زرو کسانو ته ورسېدلی.

د ورکو بلوڅانو د خلاصون لپاره کارکونکي تنظیم مشر ماما قدیر بلوچ د دې لاریون مشري کوي.

په لاریون کې ګڼو ښځو ګډون درلود. په دې لاریون کې یو ۱۵ کلن داسې ماشوم هم شامل دی چې له کوټې په لاسي رېړۍ کې تر کراچۍ رارسول شو. په دغه لاسي رېړۍ یو تخته لګېدلې وه چې د ورکو بلوڅانو د خلاصون نارې پرې لیک وې.

په کراچۍ کې سېمه خلکو او زنانه و په لاریون کونکو ګلونه وشنیدل. په لاریون کې شامله یوې زنانه بي بي ګل له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل:

''موږ خو دومره په پښو مزل ووهلی او دا دی دلته راورسېدو خو نه مو تراوسه د تریتم کړو وروڼو پته ولګېده او نه یې نور مالومات وشول. اوس زموږ سترګې د ملګرو ملتونو پر لور دي چې هغوی دې د ورکو کړل شوو بلوڅانو په موندلو کې راسره مرسته وکړي. موږ د لارې په اوږدو کې ډېر تکلیفونه وګالل خو زموږ له ګاللو تکلیفونو هغه نور تکالیف ډېر درانه دي چې زموږ ورکو بلوڅانو ته یې نور خلک رسوي او د هغوی د ورکېدو درد د هغوی پر کورنیو تېرېږي''

په لاریون کې شریکې د پنجګور سیمې هغه ۵۵ کلنه مېرمن هم شامله وه چې د بلوڅۍ ژبې پرته په بله هیڅ ژبه نه پوهېدله، نوموړې په خپل لاس کې د خپل ورک زوی عکس نیولی و او ویل یې

''زما زوي له اتو میاشتو راهیسې تری تم دی. هغه له کاره راغلو او د کار جامې یې نه وې بدلې کړې چې دوی اوچت کړو او اوس هم بې درکه دی، له موږ سره دا سلوک ځکه کېږي چې موږ بلوڅان یو''

د لاریون کونکو د مشر ماما قدیر بلوچ وینا ده چې د لاریون تر ختمېدو وروسته به هغه او د ورکو بلوڅانو نور خپل خپلوان د کراچۍ پریس کلب مخې ته احتجاجي خېمه لټوي او د تېر په څېر تر څلورو میاشتو به دغلته په احتجاج سر وي.

XS
SM
MD
LG