د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر ایجنسۍ کې یو شمېر ښوونکي تښتول شوي دي


د خیبر ایجنسۍ یو سکول
د خیبر ایجنسۍ یو سکول
د خیبر ایجنسۍ په باړه کې د سکول استاذان په دې تور کې تښتول شوي دي چې ولې یې ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ د مخنیوي څاڅکي ورکړي ډي.

د خیبر ایجنسۍ د باړې تحصیل اسسټنټ پولیټیکل ایجنټ ناصر خان نن مشال راډیو ته وویل چې تیره ورځ د باړې په سپاه سیمه کې د حرا ماډل سکول په نامه د یو شخصي سکول شاوخوا خوا څلور استاذان ناڅرګنده وسلوالو تښتولي دي خو ځینې سرچینې د تښتول شوو استاذانو شیمره یوولس یادوي.ً

ناصر خان زیاته کړه چې ً دا استاذان په خپل سکول کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو په تور کې تښتول شوي دي او موږ هڅه کوو چې د یو جرګې له لارې یې راخوشي کړو.ً

په دې استاذانو کې د یو استاذ یو رشته دار د خپل نوم نه څرګندولو په شرط نن مشال راډیو ته وویل ً دا څاڅکي امنیتي ځواکونو په خپله په دې سکول کې ماشومانو ته ورکړي دي او د تښتول شوو استاذانو په دې کې څه لاس نه وو.ً

د یادونې وړ ده چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات روان دي. په دې سیمه کې د تښتونو او وژلو داسې پېښې له اوږدې مودې راهسې روانې دي
XS
SM
MD
LG