په زابل کې د پوليسو په موټر چاودنه شوې ده، چې له امله يې نهو تنو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، بله خوا بيا امنيتي چارواکي په دغه ولايت کې د دوو تنو طالب وسله والو د وژلو ادعا هم کوي، زموږ همکار سيدشاه سقيم يې په اړه نور حال راکوي.
چاودنه تېره ورځ د زابل د ارغنداب ولسوالۍ د لودينانو په کلي کې د پوليسو پر يوه رېنجر موټر شوې ده، چې له امله يې درې تنه پوليس وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
په ژوبلو شويو پوليسو کې د ارغنداب ولسوالۍ امنيه قومندان هم شامل دی.
د زابل مرستيال والي له رسنيو سره په خبرو کې پوليسو ته ور اوښتې مرګ ژوبله نهه تنه ښيي، خو د دغه ولايت امنيه قومندان غلام سخي روغ لېونی بيا وايي، په چاودنه کې يوازې درې تنه پوليس وژل شوي او د ولسوالۍ امنيه قومندان ژوبل دی.
دی وايي، په سيوري ولسوالۍ کې بيا د سيمهييزو پوليسو او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې ده، چې پکې د دوو تنو طالبانو د وژلو ادعا کوي.
د روغ لېوني په خبره، تر نښته وروسته د وسله والو دوه جسدونه، موټر سايکلونه، سپکې او درنې وسلې پوليسو ته ورپاتې شوې دي.
"زموږ د ارغنداب ولسوالۍ امنيه قومندان د لودينانو سيمې ته تللی وو او غوښتل يې هلته د پوليسو پوستې وګوري، خو په لاره کې ورته ريموټ کنټرول ماين ځای پر ځای شوی وو، چې د انفجار په نتېجه کې يې قومندان ټپي شوي او درې تنه سربازان مو شهيدان شوي دي. خو په سيوري ولسوالۍ کې بيا د سيمهييزو پوليسو او طالبانو تر منځ جګړه شوې چې پکې د طالبانو جسدونه، کلاشنکوفونه، پيکاوې او نور په ميدان پاتې شوي دي."
تر اوسه پورې نه د پوليسو پر موټر د چاودنې مسووليت چا منلی دی او نه هم طالبانو تر اوسه په سيوري ولسوالۍ کې د نښتې په اړه څه ويلي دي.