د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو پر ضد عمليات پکار دي، مذاکرات نه


کوټه کې د شییعه تنظیمونو مشرانو غونډه
کوټه کې د شییعه تنظیمونو مشرانو غونډه

فیصل رضا عابدي په خپله وينا کې پر پاکستاني پوځ ږغ وکړ، چې ټول اولس له تاسو ملګری دی، او تاسو باید ددې وسله والو پر ضد عملیات پېل کړئ.

د کوټې په عملدار سړک په شهيدانو څلور لاره د عظمت شهدا او اتحاد بین المسلين تر سیوري لاندې دې کنفرانس ته د اهل تشیع او سني اتحاد کونسل مشرانو په وینا کې وویل ؛طالبان چې د پاکستان ايين او قانون نه مني، ورسره دي خبرې نه، بلکې پر ضد دي يې عملیات وشي؛.


دغه کنفرانس چې د اتوار په سهار پېل شو، او تر ماځيګره يې دوام درلود، په کې په سلګونو نارينه او ښځينه و ګډون درلود. دې کنفرانس ته په خپله وینا کې د مجلس وحدت المسلين يوه مشرعلامه ناصر عباس له طالبانو سره خبري اترې د پاکستان د ايين ضد کار وباله.

؛زما يوه پوشتنه ده. آيا د پاکستان ايين اجازت ورکوي، چې داسې قدم دي پورته کړل شي، چې له هغه څخه وطن ته تاوان وي. د وطن وګړيو ته تاوان وي. آيا دداسې قدمونو د پورته کولو اجازت تاسو شته، چې نه يې ايين قبولوي، نه يې قانون، نه يې دين، نه يې شریعت، نه اخلاق او نه يي هم کوم انسانيت؛.

دې کنفرانس ته له يو شمېر نورو وينالو سره سره د سني اتحاد کونسل يوه مشر صاحبزاده حامد رضا هم وینا وکړه، او له نورو ويناوالو سره سم يې د پاکستاني حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو د پرېکړې پر ضد خبري وکړې، او ددې يواځینی حل يې د طالبانو پر ضد عملیات ياد کړل؛. بلي خواته سینيټر فیصل رضا عابدي چې په ډېره جذبه يې لومړی هم د تکبیر ناره وکړه، دومه يې د رسالت ناره، درېيمه هغه يې د حيدري او څلورمه يې بیا د مذاکراتو یا اخبرو اترو د نه منلو ناره وکړه، چې ټولو نارينه او ښځينه و ګډونوالو يې دا ناره په نامنظور نامنظور بدرګه کړه.

فیصل رضا عابدي په خپله وينا کې پر پاکستاني پوځ ږغ وکړ، چې ټول اولس له تاسو ملګری دی، او تاسو باید ددې وسله والو پر ضد عملیات پېل کړئ.

؛ د پاکستان پوځ بايد دا وګوري، چې د ۱۹۶۵ عیسوي کال غوندې د پاکستان اولس نن هم د پاکستان له پوځ سره ملګری دی. په فوري توګه باندې بايد ددې ترهګرو پر ضد عمليات پېل شي. ځکه چې دا د چودري اسلم، نثاء الله نیازي او عام وګړيو قاتلين دي. او ددوي پر ضد عملیات د وخت ضرورت نه، بلکې د پاکستان د بقا مسله ده؛.

ددې کنفرانس ګډونوالو د پاکستان پر حکومت ږغ وکړ، چې که يې له طالبانو سره مذاکراتو ته ادعامه ورکړه، نو پر ضد يې په ټول پاکستان کې احتجاج شروع کړي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د پاکستاني حکومت له خوا له طالبانو سره د خبرو اترو اعلان شوی، او د همدې لپاره د حکومت او طالبانو بېلا بېلي ډلې هم اعلان شوې، چې ددې مذاکراتو پر ضد په کوټه کې همدا لومړنی احتجاجي کنفرانس شوی.
XS
SM
MD
LG