په کندهار کې توتان پاخه شول او خلک يې په خورا لیوالتیا پېري.
د کندهار په ډېرو ولسوالیو کې توت شته، خو ارغنداب ولسوالۍ تر ټولو زیات دي او د هرې جمعې پر ورځ له ښاره په زرګونه کسان د توتانو میلې ته ورځي.
د توتانو خرڅول د ځینو کسانو لپاره ګټور کاروبار دی.
د کندهار ښار د سړک پرغاړې په لسګونه کسان ناست او توت خرڅوي. د ازادۍ راډیو خبریال محمد صادیق ریښتیني یې تصویرونه کښلي.