د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: معذورانو ته خوراکي توکي وويشل شول


د دوشنبې يا ګل په ورځ د خوراک نړيوال سازمان په مرسته شپيته تنو ښځينه او نارينه معيوبينو او کونډو ښځو ته خوراکي توکي ورکړل.


د خوړو نړيوال سازمان په مرسته د ابرار په نوم يوې غير دولتي موسسې په هغو شپيتو تنو ښځينه او نارينه معذورانو خوراکي توکي وويشل چې په ياده موسسه کې د کسبي مهارتونو په زده کړو بوخت دی.


په ننګرهار کې د معذورانو او کونډو ميرمنو لپاره د دولتي ادارو تر څنګ غير دولتي ادارې هم په فعاليت بوختي دي چې د نړيوالو خيريه ادارو په مرسته پر ښځينه او نارينه وو معيوبينو سربيره کونډو ښځو ته کسبي مهارتونه ورزده کوي. په دې موسسو کې يوه هم د ابرار په نوم ده چې اوس مهال په بيلابيلو مرکزونو کې معذورو ښځو او سړو ته بيلابيل مهارتونه ورښيي.

يادې موسسې د دوشنبې يا ګل په ورځ د خوراک نړيوال سازمان په مرسته شپيته تنو ښځينه او نارينه معيوبينو او کونډو ښځو ته خوراکي توکي ورکړل.

په دې اړه د يادې موسسې يو تن مسوول نيازولي احمدزي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:
« په دغه پروګرام کې له موږ سره شپيته کورنۍ دي چې ديرش يې نارينه او ديرش يې ښځينه دي. دوی ته د ډبليو ايف پي په مرسته د ابرار له خوا دغه مواد توزيع کيږي چې په دې کې غنم دي راسره، غوړي دي، دل دي او مالګه ده.»

معذوران خوشحاله ول چې د کسبي مهارتونو د زده کړې تر څنګ ورسره د خوراکي مرسته کيږي. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« زما نوم خولګۍ ده. ابرار موسسه کې خياطي کوم. اوس يې راته غنم راکړل، غوړي يې راکړل، دال يې راکړل او مالګه يې راته راکړه. ډیره ترې خوشحاله يم، ښه دی چې افغانستان کې داسې کورسونه جوږيږي او موږ ترينه فايده اخلو.»

« زما نوم فضل محمد دی. اوس چې د ډبليو ايف پي په پروګرام کې موږ ته غنم، دال، غوړي او مالګه راکړل شول، او د دې خلکو نه دا خواهش کوو چې د بيا لپاره هم موږ سره دغه شان کمکونه وکړي. موږ معيوب يو، اول الله ته او بيا دې وطن ته سترګې په لار يو.»

د ننګرهار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست مشر عبدالحکيم شيرزاد له يادې موسسې مننه وکړه چې د کسبي مهارتونو تر څنګ معذورانو ته مرستې راجلبوي، نوموړي مشال راډیو سره په خبرو کې وويل:

« زه د ابرار موسسې چې معلولينو سره يې په مختلفو برخو کې کړي دي، او اوس يې دغه پروژه چې د معلولينو د ظرفيت جوړونې پروژه ده، په فني حرفوي برنامو کې د يوه مسلک سمبالښت دی، دا يې تر لاس لاندې نيولي او زموږ معلولينو ته وړتيا ورکوي او د کار مارکيټ ته يې ورداخلوي، زه ترې منندوی يم. همدا رنګه د ډبليو ايف پي موسسې نه هم منندوی يم او دا اوس چې يې کومه پروژه روانه کړې دا د هغې يو جز دی چې شپيتو نفرو ته يې دلته توزیع کيږي، دا پروژه د شپږ سوو تنه لپاره ده.»

ښاغلی شيرزاد زياتوي چې د تيرو دريو کلونو راهيسې يې د نړيوالو مرستدويه ادارو په مرسته د جلال اباد ښار په ګډون د ننکرهار په ۲۲ ولسواليو کې ۷۷۸۷ تنه ښځينه او نارينه په فني او خرفوي مهارتونو سمبال کړي او ۲۹۶۰ تنه اوسمهال په بيلابيلو مرکزونو کې په فني او حرفوي زده کړو بوخت دی.
XS
SM
MD
LG