رباب د پښتني موسیقي شهینشاه بلل کېږي
رباب د پښتني موسيقۍ او کلتور يوه مهمه برخه ګڼل کيږي. دا که د هجرې د ټنګ ټکور محفلونه دي او که د مها لي موسيقۍ بيلا بيل رنګونه، د رباب تړنګ او أهنګ پکې ځانته يو ځانګړی خوند لري. په پښتنو کي د رباب تکړه غږونکي تير شوي دي. که د رباب د اوسنيو هنرمندانو خبره شي، نو ښاغلی همايون سخي دی چې د رباب غږولو يو منفرد انداز یې خپل او په ولس کي مقبول کړۍ دۍ. د له همايون سخي سره د سندرو امېل اونیزه خپرونه کې هارون باچا مرکه کړې.