"له خیبر تر وزیرستانه پښتانه سیاسي ازادي نه لري"
نامتو وكيل، قانون پوه او ملتپاله مشر لطيف اپرېدی ايډوكيټ وايي چې د آزاد قبايلو په نوم په پاكستان کې د قبايلي سيمو له ولس سره د مرییانو یا غلامانو په شان سلوک کېږي .نوموړي غوښتنه وکړه په كار ده چې قبايلي سيمې دې زر تر زره د خيبر پښتونخوا سره یوڅای کړل شي. د مشال مركې له کوربه خالد خان سره ښاغلي اپرېدي د خپل ذاتي، سياسي، ادبي او قانوني ژوند په باب خبرې كړې دى.