د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې څه ستونزه ده؟


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی پر پاکستان د افغانستان په اړه د يوې خپلواکي پاليسی ساتلو ږغ کړی دی.نوموړي ويلي پاکستان بايد د افغانستان په اړه پاليسي هند او امريکا ته په کتو سره په تناظر کي جوړه نکړي. د نومبر پر شپږويښتمه د نيټو په بمبار کي د پاکستانی عسکرو د وژني وروسته د پاکستان او امريکا اړیکي خرابې شوې چې د کارپوهانو په وينا د دواړو هيوادونو اړيکو د پاکستان او افغانستان پر اړيکو هم لږ څه ناوړه اثر غورزولی دی.هم دې ته پام سره افغان ولسمشر د سه شنبې په ورځ وويل دی هڅه کوي افغانستان په سميځو رقابتونو کي ښکيل نکړي بلکه په دوه زره څوارلسم کال کي د اتحادي ځواکونو د وتو وروسته خپل هيواد په يوه کاميابه معاشي مرکز بدل کړي.دده په وينا هڅه کوي له کال دوه زره څوارلسم نه تر کال دوه زره څليرويشتم پورې افغانستان يو داسي هيواد جوړ کړي چې په کې منفي رقابتونه او شخړې نه وي.د افغان ولسمشر حامد کرزي هم دا وينا او ورسره تړلې ځينی نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کي څيړو. په لندن کي د افغانستان د سياسی چارو کارپوه امين الله حبيبي او د پيښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګي مشر ډاکټر اعجاز خټک مو ميلمانه دي.د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.

XS
SM
MD
LG