پښتونخوا مېپ نه غلا کوي او نه بل غلا ته پرېږدي. عثمان کاکړ
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د بلوچستان صوبايي مشر عثمان کاکړ وايي، چې د دوی ګوند په پښتني سیمو لکه کوټه ښار، پښین، چمن، کلا سیف الله، مسلم باغ، ژوب، لورالايي، زیارت، سنجاوي او یو شمېر نورو هغو کې د ښارګوټو او ضلعې په کچه لوی اکریت کې کامیابه شوی دی. او زیاته یې کړې چې د کوټې ښار د میېر ګټلو لپاره هم اکثریت ته نزدې شوي دي. نوموړي د مشال راډيو له همکار قاسم خان مندوخېل سره په خپله مرکه کې د خپل ګوند بریاوې په ډاګه کړې