د سندرو امېل، له هارون باچا سره
د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې د موسیقي یوه مېله شوې وه چې ورته د پښتنو هنرمندانو له ډلې یوازې یو بینډ یا د موسیقۍ ډله (خماریان) وربلل شوي ول. د پېښور هنرمندانو له دې مېلې ځکه ګیله کړې ده چې ولې یې د پښتنو نومیالیو هنرمندانو ته د ورتګ بلنه نه وه ورکړې. البته د موسیقۍ د دې مېلې انتظام کوونکي دریځ لري چې دوی دا ځل وخت نه درلود چې د پښتو ژبې نومیالي هنرمندان مېلې ته دعوت کړي. د دوی په اند، یوازې يې هڅه وکړه چې د پېنډۍ او اسلام اباد هنرمندانو ته زیاته موقع ورکړي او د خماریان بینډ کار هلته اوسېدونکو لیدلی او خوښ کړی دی. په خپرونه کې د تل په څېر سندرې هم درخپروو. د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.