د پاکستان د بشري حقونو کميسون اندېښنه څرګنده کړې، چې په بلوچستان کې لا هم بلوڅ سياسي فعالين تښتول کېږي، شکنجه کېږي او وژل کېږي او همدارنګه يې په دې ايالت کې له اقليتونو سره پر مذهبي توپیر هم اندېښنه څرګنده کړې ده. بلوچستان ته تللې د بشري حقونو کميسون يوې ډلې دا خبرې پرون په کوټه کې يوه خبري کنفرانس ته کړې دي.
د پاکستان بشري حقونو کميسون د واقعيتونو موندلو يوه ډله په دې وروستيو کې بلوچستان ته راغلې او د دې صوبې په مرکز کوټه او د ايران پولې ته نيژدې په تربت سيمه کې يې د بشر ضد اعمالو په اړه پلټنه کړې. کميسون پخپل ترتيب کړي رپوټ کې وويل، چې په بلوچستان کې د بلوڅو سياسي فعالانو د تښتولو لړۍ تر پخوا څه نا څه کمه شوې، خو اوس هم تښتول کېږي او وژل کېږي، چې وايي دا د بشري حقونو خلاف عمل دى. د بشري حقونو د کميسون مشره زهره يوسف وايي:
"د مکران له شاوخوا سيمو چې کوم رپوټ تر لاسه کېږي هغه د اندېښنې وړ دي، هلته اوس هم خلک تښتول کېږي، په تشدد او شکنجو وژل شوي مړي يې تر لاسه کېږي، د دوى خراب شوي مړي قريباً هره ورځ تر لاسه کېږي، په بلوڅي سيمو کې د امنيتي ځواکونو ذهنيت هېڅ تغير نه دى کړى، هغه سيمې اوس هم ملېشه وو او نورو امنيتي ځواکونو ته ور سپارل شوې دي"
د بشري حقونو کميسون مشره زهره يوسف وايي، د بلوچستان د اوسني حکومت په هڅو سره په دې ايالت کې عمومي امنيت ښه شوى او د پخوا په پرتله د ځايي، هندو او هزاره اقليتونو د سوداګرو تښتولو لړۍ ختمه شوې ده، خو وايي په ايالت کې له مذهبي اقليتونو سره تړلي خلک اوس هم سخت اندېښمن دي او خپل ځانونه خوندي نه احساسوي:
"مذهبي اقليتونه اوس هم خپل ځانونه دلته خوندي نه احساسوي، دوى وايي بلوچستان او کوټه په يوه زمانه کې ډېر له زغمه ډک وو، خو اوس هغسې نه دي، په زوره د دوى د مذهب بدلولو، تښتولو او هدفي وژنو پېښې هم ثبت شوې دي، دوه مذهبي اقليتونه زيات د مذهبي افراطيانو هدف دي، يو خو د ذکري فرقې خلک دي، چې په دې وروستيو کې بريدونه ورباندې پيل شوي او هغوى ډېر په ډار کې دي، بل د هزاره توکمه شيعه اقليت خلک دي، هغوى اوس هم خپل ځانونه خوندي نه ګڼي، د دوى دومره خلک و وژل شول، خو په تاصف سره چې دوى ته انصاف ور نه کړل شو، مرتکبين يې ونه نيول شول او نه سزا ورکړل شوه"
په بلوچستان کې په تېرو لسو کلونو کې يواځې د لښکر جنګوي په نامه سني وسلواله ډله فعاله اوسېدلې، خو په دې وروستيو کې په بلوڅ مېشتو سيمو کې ځينې نورې وسلوالې مذهبي ډلې هم فعالې شوې او د مذهبي اقليتونو پر خلکو په حملو کې يې لاس لرلى دى. د بشري حقونو د کميسون مشره زهره يوسف وايي، ځينو افراطي ډلو ته په ولس کې د نفوذ بشپړه ازادي ورکړل شوې ده:
"په ايالت کې مذهبي افراطيت زياتېږي، هغو مذهبي سازمانونو ته- چې قانوناً يې پر فعاليت بنديز دى- د نفوذ اجازه ورکړل شوې، چې هغوى دلته خپل فعاليت زيات کړي او په خصوصي ډول د فرقه ييز اختلاف پر سر پر خلکو حملو ته دوام ورکړي، د يوه پلان له مخې دوى ته موقع ورکول کېږي، چې دلته خپل عمليات زيات کړي او زيات ځواکمن شي، دا کار دلته د سيکولر او ملتپالو ډلو د کمزوي کولو لپاره کېږي، دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده، ناقانونه مذهبي افراطي ډلې سوکه- سوکه دلته منګولې ټينګوي"
د بشري حقونو کميسون ډلې په بلوچستان کې د ژورناليستانو پر وژنه هم اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې په تېرو لسونو کلونو کې په دې ايالت کې شاوخوا څلوېښت ژورناليستان وژل شوي او لا هم دوى ته له هرې خوا د وژلو ګواښونه کېږي، خو تر اوسه يې نه مرتکبين ونيول شول او نه سزا ورکړل شوه.
د بشري حقونو کميسون ډلې وويل، په بلوچستان کې د بشرضد اعمالو له امله په تېرو پينځو کلونو کې له دې ايالته څه دپاسه درې سوه زره کسان نورو هېوادونو او د پاکستان نورو ايالتونو ته کډه کولو ته اړ شوي دي، چې وايي په هغوى کې دوه سوه زره شیيعه مسلمانان دي، چې اکثريت يې د هزاره قوم خلک دي، سل زره بلوچستان مېشتي پنجابيان دي، لس زره د هندو مذهب او د عيسوي مذهب او ځينو نورو اقليتونو خلک هم شامل دي.
رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه